Homeخبرونهد بخښنې نړیوال سازمان: ایران په ۹ میاشتو کې تر ۱۰۰۰ ډېر...

د بخښنې نړیوال سازمان: ایران په ۹ میاشتو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان ادعام کړي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۵ مه) د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) اعلان وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د روان میلادي کال له پیله تر اوسه تر زرو زیات کسان اعدام کړي دي. دا په تېرو ۱۵ کلونو کې د اعدام شویو کسانو تر ټولو لوړ کلنی شمېر دی چې دغه سازمان ثبت کړی دی.

 ایمنسټي انترنشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان په خپل بیان کې ویلي دي: «په لږ تر لږه ۹ میاشتو کې، د هغو کسانو شمېر چې د ایران له لوري اعدام شوي، د تېر کال د ۹۷۲ اعدامونو تر وېرونکي شمېر اوښتي دي.»

دغه سازمان له ایراني چارواکو غوښتي چې د لومړي ګام په توګه اعدامونه سمدستي وځنډوي او پر نورو هېوادونو یې هم غږ کړی چې د ټولو پلان شویو اعدامونو د درولو لپاره پر ایران فشار زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم د وږي/سنبلې په ۷مه اعلان کړی و چې د ۲۰۲۵م کال په لومړۍ نیمایي کې په ایران کې «په اعدامونو کې د پام وړ زیاتوالی» لیدل شوی دی.

بخښنې نړیوال سازمان یادونه کړې چې په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې په ایران کې د «ښځه، ژوند، ازادي» په نوم د اعتراضونو له وخت راهیسې، ایران د اعدام سزا د «دولتي ځپنې او د اعتراضونو د چوپولو» د وسیلې په توګه ډېره کارولې ده، او په عین وخت کې د نشه‌يي توکو اړوند جرمونو له امله په اعدامونو کې هم «ستر زیاتوالی» راغلی دی.

د راپور له مخې، ایراني چارواکو په ځانګړي ډول له اسراییل سره له ۱۲ ورځني جګړې وروسته د «ملي امنیت» په پلمه د اعدام سزا ډېره کارولې ده. د همدې جګړې له پیلېدو وروسته حکومت اته کسان د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي.

سازمان همداراز ویلي چې ایراني چارواکي د اعدام سزا په نابرابره توګه پر لږکیو کاروي، په ځانګړي ډول پر افغانانو، بلوچانو او کوردانو.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...