Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپنجشېر سږکال د توتانو ۱۳۸۴ مټریک ټُنه تولید لري

پنجشېر سږکال د توتانو ۱۳۸۴ مټریک ټُنه تولید لري

تاند (دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۱مه) پنجشیر کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال دغه ولایت کې یو زرو او ۳۸۴ متریک ټُنه د توت حاصل راټول شوي دي.

مسوولان وايي چې دغه حاصلات د ولایت له ۱۴۰۰ هکتاره ځمکې څخه ترلاسه شوي چې د شتل، عنابه، رخه او بازارک په سیمو کې د تورو او سپینو توتو پراخ باغونه لري.

پنجشیر کې د طالبانو د کرنې ریاست رییس، فضل‌الله دیوبندي وايي، په روان کال کې د باغدارانو په همکارۍ د توت د راټولولو لپاره معیاري پروګرامونه عملي شوي دي.

په ورته وخت کې د کرنیزو محصولاتو مسوول، محمد ذاکر زیاتوي چې د توت باغونه هرکال د سیمې د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.

باغداران د سږني حاصل څخه خوښ دي او د کرنې ریاست څخه غواړي چې د باغدارۍ برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. توت د پنجشېر له خورا مصرفېدونکو مېوو څخه دي چې تازه او وچ یې کارول کېږي او له هغه څخه د «تلخان» په نوم خواړه هم جوړېږي.

پنجشیر ولایت کې تر ۲۰ ډوله زیات ډوله توتان کرل کېږي چې پکې «ملکری»، «شصتي»، «کبود»، «سیاه» او «خودي» ډېر پېژندل شوي دي.

د مالوماتو له مخې تلخان د توت له اوړو جوړېږي چې درملیزې ځانګړتیاوې لري او د اوسپنې او وېټامینونو مهمه سرچینه بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...