چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهایران: نور بې ‌اسناده افغانان په خپل سر له ایرانه نشي وتلی

ایران: نور بې ‌اسناده افغانان په خپل سر له ایرانه نشي وتلی

تاند ( سه شنبه د وږي – سنبلې ۲۵مه) اېراف خبري شبکې د ایران د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو مشر جعفر سيد ابادي له قوله ویلي، چې تر دې وروسته بې‌اسناده افغان کډوال په خپل سر د دوغارون له لارې افغانستان ته نه‌شي تلای.

اېراف خبري شبکې نن په یوه راپورکې زیاته کړې چې، دغه کډوال به لومړی د حسن‌اباد او سفید سنګ پنډغالو ته ځي او هلته به قانوني پړاوونه بشپړوي.

په راپور کې دغه ایرانی چارواکی زیاتوي، دوی دا کار د افغان کډوالو د انساني کرامت او خدمت لپاره کړی دی؛ ځکه چې په دغه پنډغالو کې افغانانو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

سرچینه وايي، چې په دغه پنډغالو کې تر قانوني پړاوونو تېرولو وروسته کډوال په اسانه دوغارون ته تلای او له هغه ځایه افغانستان ته ستنېدای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دغه هېواد کې مېشتو بې‌اسناده افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي؛ کنه پولیس به یې په جبري توګه له دغه هېواده وباسي.

تازه افغانستان کې دکډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، پرون ۲۴۸۳ کسان له ایران نه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

یاد کمېسیون زیاتوي چې دغه راز له پاکستانه د افغانانو د اېستلو بهیر په لړ کې تېره ورځ دوشنبه ۵۵۸۱ کسان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دغه کډوال د سپین بولدک، تورخم، اسلام‌کلا او د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...