جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهم.م. که ژر مرستې ونه شي، زلزله ځپلې له ژمي روغ وتلی...

م.م. که ژر مرستې ونه شي، زلزله ځپلې له ژمي روغ وتلی نه شي

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) ملګرو ملتو د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د افغانستان د ختیځ زرګونه زلزله‌ځپلې کورنۍ به له بیړنیو نړیوالو مرستو پرته راتلونکی ژمی ژوندي پاتې نه شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (UNAMA) او د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) ویلي دي چې په زلزله‌ځپلو سیمو کې وضعیت لا هم خراب دی، هلته چې سیمه‌ییز چارواکي او د مرستو ادارې د سلګونو کسانو د مړینې، د زرګونو د ټپي کېدو او د لسګونو زرو د بې‌کورۍ راپور ورکوي.

د افغانستان لپاره د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا، د اغېزمنو سیمو د لیدلو پر مهال د خلکو زړورتیا وستایله او د مرستو رسولو په برخه کې یې د ښځو مهم رول مهم وباله.

هغې وویل: «ملګرو ملتونو اوس د افغانستان د بیړني وضعیت لپاره د ۱۳۹ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده. که دا پیسې برابرې نه شي، کورنۍ به ژمی تېر نه کړای شي.»

دې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۳ درجې و، تر ټولو ډېر زیان کونړ، ننګرهار، او لغمان ته ډېر زیات واړاوه. د مرستو ادارو ویلي چې په ځینو کلیو کې نژدې ټول کورونه ویجاړ شوي او کورنۍ اړې شوې چې د باندې تر شنه اسمان لاندې یا خیمو کې ژوند وکړي.

د UNDP سیمه‌ییز رییس اناتولي بالونوف، چې د تاوان ارزونه او د بیارغونې لومړني کارونه رهبري کوي، ویلي دي چې ورانۍ ډېرې درنې دي.

هغه وویل: «د دره‌نور ولسوالۍ په سلطان کلي کې ۱۲ کسان مړه شوي، چې اته ماشومان هم په کې شامل دي. تر ۴۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي او خلک له دې امله خپلو نیم ‌چپه شویو کورونو ته بېرته نه ګرځي چې له نورو زلزلو وېرېږي.»

هغه زیاته کړه چې د ژوندي پاتې شویو خلکو بیړنۍ اړتیاوې پناه، خوراک، پاکې اوبه، برېښنا او رواني ملاتړ دی. همدارنګه، د کورونو  تر کنډوالو لاندې بند پاتې شوي څاروي روغتیایي خطرونه رامنځته کوي او د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ورانېو پاکول ډېر مهم دي.

UNDP ویلي چې د بیارغونې پلان یې د «ټولنې پر بنسټ بیارغونې» دی، یعنې د کلي خلک به د ورانیو په پاکولو، د کورونو په رغولو او د زیربناوو په بیا جوړولو کې خپله برخه اخلي. د دې ترڅنګ، د «کار په بدل کې د نغدو پیسو» پروګرامونه به هم د خلکو لپاره عاید او د رغونې ملاتړ برابر کړي.

بالونوف ویلي چې لېرې پرتو سیمو ته د رسېدو ستونزه ډېره ستره ده: «لارې لا تر زلزلې مخکې کنډکپر او ویجاړې وې، اوس په ډېرو ځایونو کې بندې شوې دي او ځینې سیمو ته مرستې یوازې پلي وړلی رسولی شي.»

سره له دې، هغه د افغانانو زړورتیا وستایله او ویې ویل چې ځوانانو د مرستو رسولو لپاره تر ۱۳ ساعتونو پورې د غرونو لارې په پښو وهلې دي.

په بې‌ځایه شویو کسانو کې ډېری هغه کډوال هم دي چې له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي، هغوی چې مخکې هم له ستونزو سره مخامخ وو، اوس بیا تر ټولو زیانمن ګڼل کېږي. UNDP ویلي چې د ښځو، راستنېدونکو او نورو زیانمنو ډلو ملاتړ به د بیارغونې د پلان اساسي برخه وي.

دغه اداره اټکل کوي چې د زلزلې له امله تر ۳۸ زره زیات خلک بې‌ځایه شوي دي، چې د افغانستان د ختیځو ولایتونو پر محدودو سرچینو او کورونو یې نور فشار اچولی.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا پېښه څرګندوي چې طبیعي آفتونه تر ټولو ډېر غریبان ځپي، ځکه هغوی په کمزورو کورونو کې اوسېږي او د بیارغونې لپاره لږ امکانات لري. ملګري ملتونه ټینګار کوي چې اوږدمهاله بیارغونه باید یوازې پر بیړنیو مرستو بسنه ونه کړي، بلکې د کارموندنې، زده‌کړو، روغتیا او اساسي خدماتو برابرولو ته هم پراخه پاملرنه وشي.

2 COMMENTS

  1. خلکو او تجارانو خو څه چې په توان درلودل ویې کړل او کور یې ودان چې پدې غریبۍ او بې روزګارۍ کې دومره هلې ځلې وشوې. کومې مرستې چې اعلان شوي او په سمه توګه وکارول شي غونډ ولایت بدلیدلی شي. اوس جناب تاسو ووایاست چې تاسو د بغارو هاخوا نور څه کړي او دغه دولت چې د هفتې ورته ۴۰ میلونه ډالر راځي هغوی څه وکړل. د طیارو د مرستې علاوه چې هغه هم د ملت مال دی نور یې څه کړي او خدای خبر چې څومره غلاوې به وکړي.

  2. رښتیا هم زموږ مومن ملت او دوستانو ښه همدردی او احساس د مسئولیت وکړ د کنړ زلزله ځپلو ته یی حتی الوسع هر څه چي عاجلی مرستی وی برابری کړی ،الله متعال د ټولو ته اجر دارین ورکړی او دا احساس او ترحم د موجبات رحمت الهی او د رحمتونو باران په ټول امت وګرځوی .
    خو مع الاسف امیر د قندهار تر اوسه یو مفت تسلیت هم ندی پیرزو کړی او داسی ښکاری چي د افغان له جنس نه وی ،کیدای شی ربوټ وی او ټول پروګرام یی یواځی د ښځو پر چارو او تعذیب پوری منحصر دی نور صلاحیت ندی ورکړ شوی .
    ګوری، اسلام او انسانیت وایی که ښه نشی کولی نو د نورو د ښو مخنیوی مه کوه ،خپل بد نیت او اخلال مه څرګندوه خو ربوټ دا سنجولی نشی ؛ ورنه د اسلام او انسانیت قانون خو دا دی :
    چي د ګوډو ماتو او شهیدانو خویندو خدمات باید ښځینه ماهرینو کړی وی،خو دا ربوټ د افغانی ،اسلامی او انسانی رسومو سره نا آشنا دی د ښځو د ځانکندن په وخت کی هم وایی : ښځې مه پریږدی .نو د ښځینه وو تلفات زیات ، له مرستو محروم او ته یی قاتل یی .
    خو د اسلامی حاکم وظیفه خدمت دی په مینه او شفقت لتقرب الی الله ، وصل دی نه فصل ، نوازش دی نه تحقیر ، اهلیت دی نه انحصار ، خنډونه لیری کول دی نه ستونځې زیږول ، یسروا و لا تعسروا ،ته باید داسی اخلاق ولری چي دښمن او مخالف د « کانه ولی حمیم »وګرځی.
    خو ته داسی ښکاری چي صرف تعذیب ،تحقیر ،افغان او مسلمان شرمول،د ملت محتاجول او تدریجی مرګ د ملا په شکل او سخیف پندار کوم چي ډیر کوبنده دی افغان او اسلام ته ؛ همدغسی یو رول له ربوټیک مسخرو سره لوبوی ،کوم چي ننی انسان یی نه منی .او دا لوبه له افغانیت او اسلام سره بولی .
    که موږ عاقل خادم حاکم درلودی ، مرستی ،خدمات او د نجات عملیی مؤثریت به څو چنډه لوړ وو ؛ خو عدم اهلیت ،انحصار او امر بالمنکر د ربوټ زموږ مصیبت یی نور هم پیچلی او دروند کړ .
    نو مرستی شته ،کافی مرستی دی خو په وخت رسول ،لګول او عادلانه ویش یی متخصص ټیم غواړی او د نور شر او آفت نه ساتل یی د مومن ملت کار دی چي امانات ضایع نشی او اهل ته یی په سالمه توګه وسپارل شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب