تاند(شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۲ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) استازې د جمعې په ورځ له ګاونډیو هیوادونو څخه د ستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستې اته مرکزونه تړلي، ځکه چې د طالبانو د محدودیتونو له امله د دې ادارې ښځینه کارکوونکې کار ته نه دي پرېښودل شوي.
د افغانستان لپاره د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازي، عرفات جمال، د جنیوا په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا پرېکړه د سپټمبر په ۹مه وشوه، هغه وخت چې له ښځینه کارکوونکو پرته عملیات پرمخ وړل ناشوني شول.
هغه زیاته کړه:
«موږ ټول په ملګرو ملتونو کې د ښځو د کار د بندیز د پیاوړتیا له امله زیان وینو. د UNHCR اړوند یو مشخص مثال درکوم: موږ د نغدو مرستو د وېش مرکزونه په سرحدي سیمو او په لویو ښارونو کې لرو. دا مرکزونه د هغو لومړنیو نغدو مرستو د وېش لپاره اړین دي چې خلکو ته ورکول کېږي، همداراز د بایومتریک د ثبت لپاره او د ساتنې د ارزونې او مرکو لپاره.
دغه کار پرته له افغان ښځینه کارکوونکو هېڅ امکان نه لري، ځکه بایومتریک یو ډېر تماسمحوره بهیر دی. مرکې اکثراً محرمې وي، او ۵۲ سلنه ستنېدونکي ښځې دي. موږ په ساده ډول له ښځو پرته فعالیت نه شو کولی.»
جمال ټینګار وکړ چې د مرکزونو تړل یوه سپکه پرېکړه نه وه:
«دا پرېکړه د دې لپاره نه ده شوې چې څوک وځورول شي یا سیاسي پیغام ورکړل شي، بلکې دا یوازې څرګندوي چې موږ پرته له ښځینه کارکوونکو فعالیت نه شو کولی.»
د طالبانو دا پرېکړه د هېواد په کچه په اتو فرعي مرکزونو اغېز کوي، چېرې چې UNHCR په ورځ کې شاوخوا ۷۰۰۰ کسان ثبتول، چې نژدې ۸۰ سلنه یې د نغدو مرستو مستحقان وو.
جمال وویل: «دا یوه ستره پرېکړه ده او د خلکو لپاره د لویو کړاوونو سبب شوې ده.»
هغه روښانه کړه چې د ملګروملتو د کډوالو لویه کمېنشري د نارینه او ښځو د جلا خدمتونو په اړه فکر نه دی کړی:
«موږ نه شو کولای او نه مو مناسبه ګڼله چې ښځو ته له خپلو خدمتونو د استفادې اجازه ورنه کړو. له بده مرغه، د دې پایله دا شوه چې اوس هېڅوک خدمتونه نه ترلاسه کوي.»
جمال وویل چې له طالبانو سره خبرې روانې دي او هیله یې څرګنده کړه چې ژر یوه حللار وموندل شي، څو بېرته د مرستو بهیر پیل شي.