جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهم.م. د افغانستان د زلزله‌ ځپلو لپاره د ۱۴۰ میلیون ډالرو مرستې...

م.م. د افغانستان د زلزله‌ ځپلو لپاره د ۱۴۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبې، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) ملګرو ملتونو د افغانستان د ختیځ په غرنیو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره د شاوخوا ۱۴۰ میلیون ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د افغان چارواکو په وینا، د اګست ۳۱ نېټې د ۶ ریښتره زلزلې او وروسته ټکانونو له امله په کونړ، لغمان او ننګرهار کې تر ۲,۲۰۰ زیات کسان مړه شوي او شاوخوا ۳,۶۰۰ نور ټپیان شوي دي. همداراز تر ۶,۷۰۰ ډېر کورونه زیانمن یا پوره ویجاړ شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، ۱۳۹.۶ میلیون ډالره به له کابو ۴۵۷ زره اغېزمنو کسانو سره د خوراک، استوګنځي او درملنې په برخه کې تر ژمي پورې مرسته وکړي.

راپور زیاتوي چې د سړکونو د خرابېدو له امله تر اوسه له ۴۱۱ کلیو څخه یوازې ۴۹ کلیو ته مرستې رسېدلي دي. ځینو سیمو ته یوازې د هیلیکوپتر له لارې لاسرسی ممکن دی.

د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري مرستو همغږي کوونکي اندریکا راتواته وویل:

“اوس هغه وخت دی چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو ترڅنګ ودرېږي، ځکه دوی لا له وړاندې ډېر کړاوونه زغمي.”

هغه ټینګار وکړ چې د ژمي د رانژدې کېدو له امله د مرستې رسونې هڅې له ننګونو سره مخامخ کېږي.

تر اوسه یوازې څو هېوادونو مرسته اعلان کړې ده:

  • اروپایي ټولنې د ۱ میلیون یورو بشري مرستې او ۱۳۰ ټنه عاجلې مرستې استولې دي.
  • بریتانیا بیا ۱ میلیون پونډه (۱.۱۵ میلیونه یورو) مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب