تاند (چهارشنبې، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) د ال رونډر عظمتالله عمرزی د ریکارډ جوړوونکي نیمه سلیزې په مرسته افغانستان د اسیا کپ سیالۍ په ډاډ پیل کړې. افغانستان د “بي ګروپ” په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماته ورکړه.
عمرزي په ۲۰ توپونو کې نیمه سلیزه ووهله چې د افغانستان تر ټولو تېزه T20 نیمه سلیزه ده. ده پنځه شپږیزې ووهلې. د پیل توپوهونکي صدیقالله اتل بیا له درې پرلهپسې غورځول شوو کیچونو څخه ګټه واخیسته او په ۵۲ توپونو یې بېساري ۷۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. افغانستان خپله پاڼۍ په ۱۸۸-۶ منډو ختمه کړه.
د هانګ کانګ بېتجربې توپوهونکو د افغان تېز بالرانو او درې سپنرانو پر وړاندې ځانونه ټینګ نه کړای شول او په ټولو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو د بایللو په پای کې یوازې ۹۴ منډې وکړې. یوازې د بابر حیات (۳۹) او یاسین مرتضی (۱۶) دوه عددي وې.
په فیلډینګ کې افغان لوبغاړو که څه هم درې کیچونه غورځولي، خو دوه نژدې رناوټونه یې وکړل او کریم جنت د یوه ښکته کیچ د پرېښودو جبران په یوه ښکلي ډایونګ کیچ وکړ.

په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي (۲-۱۶)، ګلبدین نایب (۲-۸)، او سپنرانو – راشد خان، نور احمد، او امغزنفر – په ګډه یوازې ۴۴ منډې ورکړې.
افغانستان د وروستیو څلورو اورونو په جریان کې د عمرزي د چټک برید په وسیله ۶۹ منډې جوړې کړې. عمرزي د درې پرلهپسې شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته خپله نیمه سلیزه جوړه کړه.
د افغانستان ټول لوبغاړي، چې یوازې دوې ورځې مخکې د پاکستان پر وړاندې د درې اړخیزې سیالۍ په پایلوبه کې په ۶۶ منډو سوځېدلی وو، دا ځل په پوره ځواک سره میدان ته راووتل او د اسیا کپ یې بریالی پیل کړ.
افغانستان په بي ګروپ کې دی چې د اې پرتله سخت دی ځکه چې بنګله دې شاو سریلانکا هم ورسره دي خو په اې ګروپ کې یوازې هند او پاکستان غښتلې لوبډلې دي. له دوی سره متحده عربي امارات او عمان یوځای دي.