Homeخبرونهد ایران سفیر د کونړ زلزله ځپلې سیمې ته سفر وکړ

د ایران سفیر د کونړ زلزله ځپلې سیمې ته سفر وکړ

تاند(سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۱مه) په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي نن له یوه پلاوي سره کونړ ولایت ته سفر کړی دی.

د ایران سفارت څرګنده کړې؛ د دې سفر موخه د بشري مرستو چمتو کول او د کونړ ولایت د زلزله ځپلو خلکو د اړتیاوو ارزول دي.

دا لومړنی بهرنی سفیر دی، چې له زیانمنو سیمو لیدنه کوي.

مخکې له دې د ایران ولسمشر د افغانستان د ختیځ زلزله ځپلو ته خپله خواخوږي څرګنده او د بېړنیو مرستو او اړینو توکو لېږلو لپاره یې د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی دی.

تازه ذبیح الله مجاهد وايي، کونړ کې د زلزلې له امله ثبت شوي مړي تر اوسه ۱۴۱۱ او ټپيان بیا ۳۱۲۴ تنو ته رسېدلي دي.

دا مرګ ژوبله د مرکز اسعداباد تر څنګ په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پيچ دره، وټپور کې اوښتې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، هغه سیمې چې هلیکوپټر تګ ورته ناممکن و، هلته یې کومانډو ځواکونه د پراشوټ له لارې ښکته کړي دي.

کونړ کې لا هم افغان ځواکونه، عام خلک او ژغورونکي ډلې د ټپيانو او جسدونه په ویستلو کار کوي او د مرګ ژوبلې ارقام هم لا وروستي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...