تاند/ جمعه د وږي – سنبلې ۷مه/ د افغانستان کرکټ ملي لوبډله، د درېاړخیزو سیالیو په لړ کې نن ماښام اووهنیمې بجې د پاکستان ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.
دا لوبه په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د درېاړخیزو نړیوالو شلاوره لوبلړۍ لپاره افغان لوبډله بشپړ چمتووالی لري.
بلخوا په ټولنیزو پاڼو ګڼشمېر افغان له پاکستانۍ لوبډلې سره دې لوبې ته سترګې په لار دي او له خپلې لوبډلې د افغانستان د بریا هیله لري.
کرکټ پوهانو وایي، چې د افغان ملي لوبډله د روانې شلاوره درېاړخیزې لوبلړۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري او هیلې شته چې په ټولو سیالیو کې به بریا د افغانستان په نوم کړي.
د راپورونو له مخې چې په نننۍ لوبه کې به افغان چټک توپ ویشتونکي، نوین الحق ونه لوبېږي، ځکه ویل کېږي چې نوموړی لا هم لوبې ته نه دی چمتو شوی.