جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد اوکراین د سولې پر سر روسیې ته د ټرمپ ګواښ

د اوکراین د سولې پر سر روسیې ته د ټرمپ ګواښ

‏تاند『شنبه د وږي ـ سنبلې لومړۍ』ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ کړی، چې که د اوکراین د جګړې د ختمېدو لپاره په راتلونکو دوو اونیو کې پرمختګ ونه شي، پر روسیې به بندیزونه ولګوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا ګواښ له مسکو څخه د ټرمپ د ناهیلۍ څرګندونه کوي، چې یوازې یوه اوونۍ مخکې یې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې لیدلي و.

ټرمپ سپینه ماڼۍ کې ویلي، چې پر مسکو د پراخو بندیزونو یوه پرېکړه کوي، خو دا کېدای شي ګمرکي تعرفې وي یا نور بندیزونه او یا هېڅ ونه کړي او ووايي، چې دا د هغوی خپله جګړه ده.

په الاسکا کې د ټرمپ او پوتین تر لیدنې وروسته، سپينه ماڼۍ کې ټرمپ او د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلینسکي هم وکتل او ورپسې اروپايي مشرانو سره ګډه ناسته وشوه.

ویل کېږي، چې له دې ناستو وروسته به ژر د ټرمپ، پوتین او زیلینسکي درې اړخیزه ناسته وشي، خو زیلینسکي ویلي، چې روسیه د دې کار مخنیوی کوي، خو روسیه وايي لا هېڅ اجنډا نشته ده.

ټرمپ وروسته له هغه چې تېره اوونۍ له اروپایي مشرانو او د اوکراین له ولسمشر سره ولیدل، اعلان کړی و چې له پوتین سره یې اړیکه کړې او د هغه او زیلینسکي د لیدنې لپاره یې تیاری پیل کړی دی.

د نظر خاوندان وایي، تر دې وړاندې د پوتین او د ټرمپ لیدنه کې د مهمو پرمختګونو خبره شوې وه.

دوی زیاتوي د روسیې هغه شرایط چې اوکراین ته د منلو وړ نه دي، ممکن د سولې مخ کې لوی خنډونه وي.

1 COMMENT

  1. د دې جګړې پای هغه وخت ممکن دی چی د جګړې یو طرف یا بل طرف او یا دواړه خواوې ستر ستر تاریخي شرم او بې ننګۍ ؤومنی، پدې معنی:
    روسېې د اوکراین څه د پاسه سل زره کيلومتره مربع یعنی د اوکراین پنځمه برخه خاوره د خپلو سلګونو زره پوځیانو او ملکي وګړو په قربانۍ نیولی ده او اوکراین هم همدارنګه د همدې د ساتلو او یا بیرته نیولو د پاره تر یو میلیونه زیاته نظامی او ملکي قربانۍ ورکړې ښارونه، کلي، د انرژۍ او اقتصادي بنسټونه یی کاملاً ویجاړ او د اور په لمبو کی خاوري ايرې شوي، نو که د سولې لپاره اوکراین د خپلي خاوري د ترلاسه کولو څخه لاس واخلي دا به اوکراین له تاریخ او هغه قربانیو سره تاريخي خیانت او د نړیوالو په مخکي لوئ شرم او بی ننګي وي، خو که روسیه نیول شوي خاوره بېرته ور پرېږدي نو دا سلګونه زره قربانۍ د څه لپاره؟
    دواړه خواوې او حتی اروپا او آن لا نړۍ په دې لوئ جنجال کي بنده پاتي ده او د حل د لاري په پیدا کولو کي هک حیران پاتي دي.
    انګلیس، لوېديزي اروپا، ناتو، رو سیې او امریکا باید غول نه وائ کړی خو اوس ېې کړی نو پاکېږي نه، یوازې په یوه طریقه پاکېږي چي وېڅټي او بس!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب