Homeخبرونهله بیړۍ څخه د هلمند سین ته د ټریلر د لوېدو له...

له بیړۍ څخه د هلمند سین ته د ټریلر د لوېدو له امله ۱۲ تنه مړه شول

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۳۱ مه) په یو تراکتور پورې تړل شوی ټریلر د جمعې په ورځ په هلمند ولایت کې سیند ته ولوېد، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه مړه شول.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالـباري راشد هلمندي رسنیو ته وویل چې قربانیان له ګرمسیر څخه د نادعلي ولسوالۍ پر لور روان وو. له سیند څخه د تېرېدو پر مهال د تراکتور ټریلر له بېړۍ څخه اوبو ته ولوېد.

د هغه په وینا، په پېښه کې ۳ ښځې او ۹ ماشومان مړه شوي، او ۴ نور ماشومان ټپیان شوي دي.

هلمندي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه پر وخت ځای ته ورسېدل او ۱۴ تنه یې ژغورلي دي.

1 COMMENT

  1. د جنت دروازی خلاصی دی افغانان یا موټر کی د هرات په لاره سوځي ور روان دی یا جلال اباد کی نیم نیم درجن په چړو حلالیږی ور روان دی یا سیند کی ډوبیږی او مخامخ جنت ته روان دی، یا ځانوژنه کوی… هی هی جاهل قومه !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...