تاند (جمعه، د اسد / زمري ۱۱) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان پر وارداتو تعرفه له ۱۰ سلنې څخه ۱۵ سلنې ته لوړه کړه.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لسګونو هېوادونو پر وارداتي توکو به نوې تعرفې ولګوي، او د افغانستان پر محصولاتو یې تعرفه له ۱۰٪ څخه ۱۵٪ ته پورته کړه.
دا اقدام د هغې ۱۰ سلنه تعرفې دوام دی، چې ټرمپ د روان کال په اپرېل کې د افغانستان پر وارداتو لګولی وه، او هغه مهال یې دا د نړیوالې سوداګرۍ د شرایطو د بدلون یوه ابتدایي هڅه بللې وه.
ده پر هند هم ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله او ویې ویل چې پر هند د دې لپاره زیاته تعرفه لګوي چې دا هیواد له روسیې څخه تېل او وسلې اخلي.
د بېلابېلو هیوادونو پر صادراتي توکو د تعرفو زیاتوالی هدف، چې د ټرمپ د پراخې سوداګریزې ستراتیژۍ برخه ده، د امریکا د سوداګرۍ کسر کمول او نور هېوادونه د متقابلو او عادلانه تجارتي هوکړو منلو ته هڅول دي.
تېر کال د امریکا او افغانستان ترمنځ د تجارت مجموعي ارزښت ۳۴ میلیون ډالرو ته رسېدلی و. خو راپورونه ښيي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، له امریکا سره د افغانستان تجارت شاوخوا ۷۶ سلنه راکم شوی دی.
که څه هم د افغانستان صادرات امریکا ته لږ دي، خو دا صادرات د کوچنیو کاروبارونو لپاره – په ځانګړي ډول د بهر مېشتو افغانانو د ټولنو لپاره – سمبولیک ارزښت لري.
د افغانستان اقتصاد، چې تر ډېره د وچو مېوو، مغز لرونکو توکو او درملیزو بوټو پر صادراتو متکي دی، اوس به د نړیوالو بازارونو له محدود لاسرسي سره سره، د نوې تعرفې له امله لا زیات فشار وزغمي.
د افغانستان لپاره، دغه نوی ۱۵ سلنه تعرفه د هېواد له وړاندې کمزوري اقتصاد ته لا ډېر زیان رسولی شي، او دا به د کوچنیو صادراتي کاروبارونو د ملاتړ او د مهمو تجارتي اړیکو د خوندي ساتلو لپاره د نړیوالو مرستو غږونه لا زورور کړي.
د عجیب شرابی وضعیت سره مخ یو. امریکا له یوی خوا د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلی هغی پریکړی ته منفی رایه ورکړه په کومه کی چی له طالبانو څخه بشری حقوقو ته د درناوی غوښتنه شوی وه او له بلی خوا ئی د افغانستان مثلاً د نصوارو پر وارداتو تعرفه جګه کړه.
دا طلائی لېوه ( ترامپ ) به امریکائیان نور هم ښه ترا پر …… سپاره کړی.
TRUMP THINK ABOUT ISRAIL ONLY,HE LISTEN TO NATANYAHU.
IN AMERICA EVERY THING GETTING EXPENSIVE ,PRICES IN MARKET IS DOUBLE
AMERICA GOING IN WRONG DIRECTION
60000
ALASTINIAN DIED IN GHAZ BUT TRUMP SUPPORTING ISRAEL
I AM SORRY FOR AMERICA ECONOMIE