پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهفرانسه به ژر فلسطین په رسمیت وپېژني

فرانسه به ژر فلسطین په رسمیت وپېژني

تاند『جمعه د زمري ـ اسد ۳مه』‏د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، فرانسه به ډېر ژر د یو خپلواک هېواد په توګه فلسطین په رسمیت وپېژني.

مکرون په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه پرېکړه به د روان کال سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې کې اعلان کړي.

مکرون زیاته کړې چې، د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره د خپلې تاریخي ژمنې په پوره کولو کې فرانسې پرېکړه کړې، چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

نوموړی وایي، اوس غزه کې د جګړې درولو او ملکي وکړو ژغورلو بېړنۍ اړتیا ده.

مکرون همداراز ټینګار کړی، چې غزه کې باید سمدستي اوربند وشي، ټول بندیان خوشې او د غزې خلکو ته په پراخه کچه مرستې ورسیږي.

که فرانسه، فلسطین په رسمیت وپېژني، دا به د G7هېوادونو ډلې لومړنی هېواد وي چې فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...