شنبه, مې 4, 2024
Homeداسې هم شتهد مور اوپلار تلويزیون ته کتل او په ماشومانو یې اغيزې

د مور اوپلار تلويزیون ته کتل او په ماشومانو یې اغيزې

ساحل منګل –

دهغو څيړنو په اساس ،چې دانګلستان دبريسټول پوهنتون له خوا ترسره شوې ويل شوي  هغه ماشومان ،چې مور او پلار ېې دتلويزون په ليدو زيات وخت تېروي دا امکان لري ،چې دوی هم درې برابره په دې عات اخته شي .

په دې څيړنه کې راغلي دي ،چې دمور او پلار دتلويزون ليدل داونۍ په اخره(درخصتيو) په ورځو کې په ماشومان زيات اثر کوي  مګر پخوانيو څيړونو کې يواځې دا ويل شوي و،چې دتلويزون کتل په ماشومانو او بالغو کسانوپه روغتيا بد اثر کوي .

دبريسټول پوهنتون له خوا دغه څيړنه ددې ښار د۱۰۰۰ کورنيو په ماشومانو ،چې عمرونه ېې پنځه او شپږ کاله وو ترسره شوه او پاېلې ېې د(خواړه او جسمي فعاليت) په بين المللي ورځپاڼه کې خپرې شوې ..

په لومړيو کې دماشومانو له مور اوپلار څخه پوښتنې وشوې ،چې په ورځ کې څو ساعته وخت دتلويزون،مبايل ،او کمپوټر ليدو او کارولوباندې تېروي ،په پايله کې معلومه شوه ،چې ۱۲ سلنه هلکانو،۸ سلنه جونواو۳۰ سلنه والدينو ېې ديوې اونۍ  په اوږدو کې ديادو وسايلو ليدنه کړې ده..

دهغوکورنيو ماشومان ،چې والدينو ېې په ورځ کې له دوو ساعتونو څخه زيات تلويزون کتلو درې برابره ددې احتمال لرلو،چې ماشومان ېې هم درې چنده په تلويزون کتلوباندې عادت شي .هغه وخت ،چې ديوه ماشوم مور تلويزون ته ګوري هغه وخت ته ،چې پلار ېې ګوري دمور په نسبت دپلار له کتلو زيات عادت اخلي ..

په عين وخت کې داهم روښانه شوه ،چې داونۍ په اخر يا درخصتيو په ورځوکې کورنۍ زيات وخت دتلويزون په کتلو باندې تېروي ،۴۵سلنه هلکان،۴۳ سلنه نجونې ،او ۵۳ سلنه ميندې او ۵۷ سلنه پلرونه په دې ورځو کې په متوسط ډول له دوو ساعتونو زيات تلويزون ته ګوري ..

که چيرې داونۍ په اخره کې مور اوپلار له دوو ساعتونو څخه زيات تلويزون وګوري نو احتمال لري ،چې ددې کورنۍ ماشومان به دنورو کورنيو ماشومان پنځه برابره په تلويزون کتلوباندې عادت کړي ..

هغه نجونې ،چې پلرونه ېې له دوو ساعتونو زيات تلويزون ته ګوري نسبت هلکانو ته دوه برابره احتمال  لري ،چې دخپل پلار کسب تکرار کړي .

دبريسټول پوهنتون څيړونکي وايي داچې ولې دمور او پلار کړنې په ماشومانو دمره زياتې اغيزې لرې  زياتو څيړنو ته اړتيا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب