سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهحامدکرزی؛ امریکا دې ایران سره ستونزه په ډیپلوماسۍ حل کړي

حامدکرزی؛ امریکا دې ایران سره ستونزه په ډیپلوماسۍ حل کړي

تاند「یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان لومړۍ」‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

کرزي ټینګار کړی، چې ټول هېوادونه، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي باید د ملګرو ملتونو د منشور، د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون او نړیوالو قوانینو له مخې خپلو مسوولیتونو ته ژمن شي.

د پخواني ولسمشر حامدکرزي له دفتره په خپاره شوي بیان کې راغلي، مناسبه ده چې امریکا متحده ایالات له ایران سره د دې ستونزې د حل لپاره ډيپلوماسي او سوله ییزه لاره اختیار کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د ایران د اټومي فعالیتونو اړوند اختلافونه باید پرته له زور، د منطقي لارو او د نړیوالو مسوولو بنسټونو له لارې تعقیب او حل شي.

کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې ویلي وو، چې ایران ته یې د اټومي هوکړې لپاره ۶۰ ورځې وخت ورکړی و، څو پرمختګ ودروي، ‏خو څو ساعتونه وړاندې یې د ایران درې مهم اټومي تاسیسات په نښه کړل.

کرزي له دې امله ایراني ولس سره خواخوږۍ څرګنده کړې او د امریکا برید یې د م.م د منشور خلاف بللی او ټینګار یې کړی، چې دا به سیمه کې جګړه پراخه او د نړۍ امنیت وګواښي.

1 COMMENT

  1. ولاه چې ایراني کڅوړې زورورې وې، تاثیرات يې اوس هم ښکاري.😛
    خو جالبه دا ده چې خپله د امريکا له بمونو سره يو ځای رانازل شو/ډيسانت شو روزګان کې، او ايران ته دیپلوماسي غواړي. عجب اس!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...