تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۲ مه) د امریکا د مرکزي قوماندې (سنتکام) قوماندان، جنرال «مایکل کوریلا»، د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې ته وویل چې د طالبانو له خوا پر داعش خراسان ډلې د پرلهپسې فشارونو له امله، د دې ډلې ډېری غړي اړ شوي چې د ډیورند کرښې شاوخوا سیمو ته وتښتي.
هغه وویل: «داعش د نړۍ له تر ټولو فعالو او خطرناکو ترهګریزو ډلو څخه ده، او لا هم هڅه کوي چې له پولو هاخوا، په تېره بیا د امریکا پر اهدافو، بریدونه طراحي او ترسره کړي.»
کوریلا د داعش وروستیو خوځښتونو ته په اشاره زیاته کړه: «د طالبانو فشارونو دې ډلې ته سخت زیان اړولی، او غړي یې اړ کړي چې د افغانستان او پاکستان د پولو قبیلوي سیمو ته وتښتي.»
د سنتکام قوماندان همداراز د داعش خراسان پر ضد د پاکستان له مبارزې څخه مننه وکړه او پاکستان یې د امریکا لپاره «یو فوقالعاده شریک» وباله.
د هغه په وینا، د استخباراتي همکاریو په نتیجه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ، د داعش لږ تر لږه پنځه مهم غړي نیول شوي دي، چې پکې یو تن «جعفر» نومی هم شامل دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د هوايي ډګر په خونړي بمچاودنه کې یې مهم رول درلود.
جنرال کوریلا همدارنګه خبرداری ورکړ؛ سره له دې چې داعش خراسان کمزوری شوی، خو دا ډله لا هم یو نړیوال ګواښ پاتې ده او په روسیه، ایران او نورو هېوادونو کې په بریدونو کې لاس لري.
له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، «زلمی خلیلزاد» وړاندې خبرداری ورکړی و چې کېدای شي د پاکستان ځینې ادارې د افغان پناه غوښتونکو د شړلو بهیر د دې لپاره وکاروي چې د داعش جنګیالي افغانستان ته انتقال کړي.
هغه په خپله خواله پاڼه (پخوانۍ ټویټر، اوس ایکس) کې لیکلي و: «خلک وايي چې اندېښمن دي چې پاکستاني ادارې ښايي د افغان پناه غوښتونکو شړل د دې لپاره وکاروي چې داعش ترهګر افغانستان ته واستوي. زه هم دا اندېښنه لرم.»
اصلا نړۍ واله ټولنه په واقعي شکل سره د ترهګرۍ او ترهګرو له منځه وړل نه غواړي. که یې په ریښتیا وغواړي، کولی شي چې د پاکستان په نوم کثافت اسټبلشمنټ مات کړي، او دغه تش په نامه هېواد د هغه په ترکیبي اجزاوو پنجاب، سند، بلوچستان او پښتونستان ووېشي او د مدرسو په نامه پروګرام ته د پای ټکی کیږدي او ۵ – ۱۰ میلیارده ډالر د هغو شاګردانو په ترتیب او تنظیم ولګوي چې په مدرسو کې درسونه وایي او هغوی د ښوونځيو منظم سیستم ته ټرانسفر کړي.