Homeخبرونهپه تهران کې د رېللارو په اړه د افغانستان په ګډون د...

په تهران کې د رېللارو په اړه د افغانستان په ګډون د سیمې د هیوادونو کنفرانس جوړ شو

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) د منځني ختیځ د هیوادونو د رېلګاډي ادارو د سیمه ییزې شورا پنځه دېرشم کنفرانس چې د ایران په کوربه‌توب په تهران کې جوړ شو، د افغانستان د ېالبانو د ټولګټو وزارت د مرستیال محمد اسحاق صاحب‌زاده په ګډون پای ته ورسېده.

د طالبانو استازي په دې ناسته کې د سیمې له هېوادونو سره، په ځانګړي ډول له افغانستان سره د رېللارو په برخه کې د همکاریو د پراخېدو غوښتنه وکړه.

د ټولګټو وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې (د جوزا ۸مه) په ورځ یې خپره کړې، ویل شوي چې د افغانستان د رېللارې معین په دې ناسته کې د افغانستان د اوسنیو رېللارو د پروژو، په ځانګړي ډول د خواف ـ هرات کرښې او د “افغان‌ترانس” رېل‌پټلۍ د پروژې یادونه کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې صاحب‌زاده د ترانزیټي لګښتونو د راکمولو، د سیمې د هیوادونو ترمنځ د صادراتو د پراخېدو او د چین او اروپا د نښلولو په برخه کې د افغانستان پر بالقوه نقش ټینګار کړی دی.

د هغه په وینا، افغانستان کولی شي د ترانزیټ د لګښتونو په راکمولو، د سیمه‌ییزو صادراتو په چټکولو او له اروپا سره د چین په نښلولو کې مهم رول ولوبوي.

ایراني رسنیو د طالبانو د دغه چارواکي له قوله لیکلي چې د ابونصر فراهي د سړک لپاره، د طالبانو حکومت ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. ابونصرفراهي په فراه ولایت کې له ایران سره د افغانستان په پوله کې موقعیت لري.

یاد طالب چارواکي همداراز د رېللارې په برخه کې د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د دې ناستې په څنډه کې، د طالبانو د رېل‌پټلۍ مرستیال د ایران د ارېلګاډو ادارې له مشر سره هم کتلي او دواړو د خواف ـ هرات د رېل‌پټلۍ د بشپړېدو او همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...