تاند (پنجشنبه،. د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) وایي چې د کوټې، زمران او کولوا په سیمو کې یې «د اشغالګر پاکستاني پوځ» او د هغوی د »اجنټانو» پر ضد په پنځو جلا عملیاتو کې درنه مرګژوبله وراړولې ده.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویندوی جنید بلوچ تېره شپه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې عملیاتو کې د ماین چاودنې، وسلوال بریدونه او د نیول شویو اجنټانو اعدام شامل وو.
د جنید بلوچ په ادعا، د دوی جنګیالیو د کوټې اړوند د ډغاري په سیمه کې د اشغالګر پاکستاني پوځ د ماینخنثی کوونکو پر ضد د ریموټ کنټرول چاودنه وکړه. د پوځ دا کسان پر پښو روان وو او د لارې پاککولو ماموریت یې درلود. د چاودنې له امله دواړه سرتیري پر ځای ووژل شول.
همداراز، پرون (چهارشنبې)سهار شاوخوا لس بجې، د بلوچستان د ازادي پوځ جنګیالیو د زمران د کلکي په سیمه کې د ریموټ کنټرول بمي برید وکړ، چې موخه یې پر موټرسایکل سپرو پاکستاني سرتېرو برید و. په چاودنه کې دواړه سخت ټپیان شوي او موټرسایکل یې ویجاړ شوی دی.
په یوه جلا برید کې د مې ۲۶ مه نېټه، د بلوچستان د ازادۍ جنګیالیو د زمران د سهدِم په سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوې پوستې د درنو وسلو برید وکړ، چې درنه مرګژوبله یې وراړولې ده.
همداراز، د همدې ورځې په اوږدو کې، د BLA جنګیالیو د پاکستاني پوځ لپاره د اکمالاتو وړونکي دوه موټرونه د زمران د ارچنان خور په سیمه کې ونیول او وسوځول.
تر دې مخکې، د اپرېل په ۲۷ مه، د BLA جنګیالیو عبداللطیف د محمدعلي زوی، چې د کولوا جات اوسېدونکی و، ونیو. د پوښتنو پر مهال یې ومنله چې پخوا د بلوڅ ازادۍ غورځنګ پلوی و، خو وروسته د “مرګ سکواډ” په نوم د استخباراتي ډلې له یوه پېژندل شوي اجنټ “راشد” سره یوځای شوی و.
عبداللطیف اعتراف وکړ چې د پاکستاني پوځ په امر یې یوه تعقیبي اله (چیپ) یوه خپل ته وسپارله، او هغه بیا دا اله د BLA جنګیالیو په وسایلو کې پټه کړه. دا اله د جنګیالیو د ځای موندلو سبب شوه، چې وروسته یې د ډرون بریدونو او جګړو لامل وګرځېد، او BLA جنګیالیو ته پکې تلفات واوښتل.
د بلوچ ملي محکمې لخوا عبداللطیف د ملي خیانت په تور مجرم وبلل شو او د اعدام سزا ورکړل شوه. دا سزا د مې په ۲۱مه نېټه د کولوا د ناګور په سیمه کې د BLA جنګیالیو له خوا عملي شوه.
د بلوچستانم د ازادۍ پوځ (BLA) د یادو ټولو عملیاتو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
خو د پاکستان پوځ تراوسه پورې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.