پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهپاکستان د کډوالو په اخراج کې تر دې دمه کابو ۵۰ زره...

پاکستان د کډوالو په اخراج کې تر دې دمه کابو ۵۰ زره ماشومان ستانه کړي

تاند【شنبه د حمل ـ وري ۳۰مه】د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان د اپرېل له پیله د کډوالو د جبري اخراج بهیر کې نږدې ۵۰ زره افغان کډوال ماشومان افغانستان ستانه کړي دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې دغه ماشومان له پاکستانه د ایستل شویو ورستیو ۸۴ زره افغان کډوالو لویه برخه ده، چې د زیاترو عمرونه له پنځو کالو کم دي.

یاد سازمان د افغان ماشومانو د ناروغیو، خوړو، سرپنا او له کورنیو د جلا کېدو او یا ورکېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي، چې د تورخم کډالو کمپ کې په لومړیو اوونیو کې ۱۷ ماشومان زېږېدلي دي، چې د مور او ماشوم د روغتیا په اړه یې هم اندېښنې پیدا کړې وې.

که څه هم یاد سازمان وايي، چې له تورخم او سپین بولدک راستنېدونکو ماشومانو ته یې د مرستو برخه کې هڅې روانې کړې دي، خو د بودیجې کمښت له امله نه توانېږي، چې پوره مرستې چمتو کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب