پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهد پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یو ورځني سفر...

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یو ورځني سفر کابل ته ورسېد

تاند【شنبه د حمل ـ وري ۳۰مه】د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د شهباز شریف مرستیال په یو ورځني سفر کابل ته ورسېد.

ټاکل شوې چې د نوموړي په مشرۍ د پاکستان ګډ پلاوی به د طالبانو له رییس الوزراء، بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو طالب چارواکو سره وویني.

د اسحاق ډار او مله پلاوي هرکلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال نعیم وردګ، د یاد وزارت عمومي رییس او د دولتي پروتوکول رییس ورغلي وو.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار لومړی سفر دی.

له دې وړاندې کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه کې د ګډون لپاره سفر کړی و.

نوموړی داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې او د ستونزو دحل هڅه روانه ده.
https://taand.net/?p=253596

1 COMMENT

  1. د سپی اهمیت باید طالب حکومت دی د یهود ځوی ته ور نکړی. دومره ظلم تاریخ هیڅ مسلمان هیواد کوم بل مسلمان هیواد سره نوه کړی. طالب حکومت باید ډیر هوښیار ووسی او پدی پوهه شی چی پنجابیان هیڅ کله د افغانستان ترقی نشی زغملی او هیڅکله به له منافقت څخه پاکستان لاس وانخلی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب