جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتازه راپور: د امریکا له لوري د مرستو ځنډېدو په افغانستان کې...

تازه راپور: د امریکا له لوري د مرستو ځنډېدو په افغانستان کې بشري ستونزې زیاتې کړي

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۲ مه) د امریکا له خوا افغانستان ته د بهرنۍ مرستې ناڅاپي ځنډېدا په افغانستان کې په بشري او پرمختیايي برخو کې د پام وړ ستونزې پېښې کړي دي.

 دا خبره د “ACAPS” په یوه نوي راپور کې راغلې، چې د بشري ارزونې یوه خپلواکه اداره ده.

راپور د دې مرستې د “ناڅاپي او ګډوډوونکې” بڼې یادونه کوي او خبرداری ورکوي چې که د تمویل بدیل سرچینې ونه موندل شي، په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د زیاتوالي، د پرمختیايي لاسته راوړنو د شاتګ او د حیاتي خدماتو د لاسرسي د محدودېدو خطر شته.

که څه هم د جنورۍ په ۲۸مه د امریکا له خوا یوه استثنا اعلان شو، چې ژوند ژغورونکو بشري پروګرامونو ته اجازه ورکوي، خو “ACAPS” وموندله چې ګڼو ادارو د دې استثنا د تطبیق د مبهمو لارښوونو او کمزورې اړیکې له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي. راپور وایي: «ځینې ادارو خپلې پروژې آن پرته له دې چې د پای ته رسېدو رسمي خبرتیا ترلاسه کړي، ختمې کړې.»

راپور تایید کړې چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) تقریبا ټول رسمي کارکوونکي په ادارې رخصتۍ استول شوي، او د ملګرو ملتو هغو موسسو او نادولتي سازمانونو چې د امریکا په مرستو تکیه لري، د لغوه کېدو خبرتیاوې ترلاسه کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب