تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۸ مه) د پاکستان تر ټولو د لوی نوي هوایي ډګر وضعیت یو څه پېچلی شوی دی. دا نړیوال هوایي ډګر، چې بشپړ مالي ملاتړ یې چین کړی او پر جوړولو یې ۲۴۰ میلیون ډالره لګښت شوی، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ګوادر په ساحلي ښار کې موقعیت لري.
چین د دې لپاره چې خپل لویدیځ سین کیانګ ایالت له عربي سمندر سره ونښلوي، په بلوچستان ایالت او ګوادر بندري ښار کې پانګونه کړې. دا د هغې څو میلیارد ډالري پروژې یوه برخه ده چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز یا سپک(CPEC) نومېږي.
د یورو نیوز د راپور له مخې، خو د ګوادر هوایي ډګر د دې بې وزله او ناارامه ایالت له واقعیتونو سره بشپړ په تضاد کې دی. د ګوادر ښار لا هم د پاکستان له ملي شبکې سره نه دی وصل؛ بریښنا یې له ایران یا د لمریزې انرژۍ له لارې برابریږي او د څښاک لپاره کافي پاکې اوبه نه لري.
له همدې امله، په دې ځای کې د داسې یو هوایي ډګر جوړېدل چې په کال کې د ۴۰۰ زره مسافرو د لېږد ظرفیت لري، د دې ۹۰ زره نفوس لرونکي ښار د اوسېدونکو لومړیتوب نه دی.
بلوچستان، چې ستراتیژیک موقعیت لري او له طبیعي زېرمو بډای دی، له لسیزو راهیسې له کورنیو شخړو سره مخامخ دی. د دې سیمې بېلتونپالان حکومت په “استثمار” تورنوي او وايي چې اسلاماباد د ځایي خلکو ژوند ستونزمن کړی. دوی څو ځله پر دولتي ځواکونو او چینایي کارکوونکو بریدونه کړي. ویل کېږي چې چین دا هوایي ډګر تر ډېره د خپلو وګړو لپاره جوړ کړی، څو وکولای شي په خوندي ډول ګوادر ته سفر وکړي.
پاکستان، چې د چین پانګونو ته لیوال دی، په ګوادر کې د مخالفانو پر ضد د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړی او هلته یې د تلاشۍ پوستې، اغزن تارونه، ځواکونه، مورچې او د څار برجونه زیات کړي دي.
له کله چې د بلوڅانو د پاڅون سخت ځپل شوی، د دې سیمې زرګونه اوسیدونکي تري تم کړل شوي، او ځایي خلک وايي هر څوک چې د استثمار یا ظلم پر ضد غږ پورته کړي، له وسلهوالو ډلو سره د تړاو په شک نیول کېږي.
سړکونه هم په اوونۍ کې څو ورځې د چینایي کارګرانو او پاکستاني چارواکو د خوندي تګ راتګ لپاره بندېږي، چې دې موضوع د ځایي اوسېدونکو ژوند لا ستونزمن کړی دی.
د حکومت په وینا، د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز شاوخوا ۲ زره دندې رامنځته کړي دي.
له دې ښار څخه کوټې ته، چې د بلوچستان مرکز دی، او نه هم اسلامآباد ته، چې د هېواد پلازمېنه ده، کومه مستقیمه الوتنه شته، چې دې چارې د هوایي ډګر فعالیت نور هم کمرنګه کړی دی.
د امنیتي اندېښنو له امله د پرانستې ځنډ
تر دې وړاندې امنیتي اندېښنو د دې نړیوال هوایي ډګر پرانسته ځنډولې وه، خو بالاخره دا هوایي ډګر د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې پرانستل شو.
دا اندېښنه موجوده وه چې د سیمې غرونه هوایي ډګر ته نژدې دي او دا مخالفانو ته د دې موقع برابروي چې پر هوایي ډګر برید وکړي.
د پرانستې مراسم هم بالاخره مجازي ترسره شول، چې پکې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او د هغه چینایي سیال لي کیانګ ګډون درلود.
د بلوچستان عوامي ګوند مشر، عبدالغفور هوت، ویلي چې په دې هوایي ډګر کې د ګوادر حتي یوه اوسیدونکي ته هم دنده نه ده ورکړل شوې «حتی د ساتونکي په توګه هم.» هغه زیاته کړې چې په هغه بندر کې، چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز په چوکاټ کې جوړ شوی، هم کوم بلوڅ وګړی نه دی ګمارل شوی.