Homeخبرونهایران دوه افغان او ۶ ایرانیان اعدام کړی دی

ایران دوه افغان او ۶ ایرانیان اعدام کړی دی

تاند (جمعه، د کب/ دلوې ۳ مه) په ناروې کې مېشتې د ایران د بشري حقونو ادارې ایران هیومن رایټس” د راپور له مخې، ایران د دوو افغانانو په شمول ۸ تنه اعدام کړي دي.

دا اعدامونه په قزل حصار زندان کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو شوي دي.

د یادې ادارې پر اساس، دا کسان په جلا جلا قضیو کې د مخدره موادو اړوند جرمونو، وسله‌وال بغاوت، جنسي تیري او قتل په تور محکوم شوي وو.

راپور زیاتوي چې د افغان اتباعو هویت نه دی افشا شوی، خو معلومات ښيي، چې دوی د جنسي تیري په تور اعدام شوي دي.

د بشري حقونو سازمان همداراز ویلي چې محمود براهوي، چې د زاهدان په بلوڅ توکم پورې تړاو لري، او حسین ساساني د پنجشنبې په ورځ اعدام شول.

که څه هم د بشري حقونو ادارې د اته کسانو د اعدام راپور ورکړی، خو د ایران دولتي رسنیو یوازې د څلورو اعدامونو پخلی کړی، چې پکې یو د قتل او درې د جنسي تیري په تور محکوم شوي وو.

تر اوسه د ایران چارواکو د پاتې قضیو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نور جزییات یې نه دي خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...