Homeخبرونهد افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره نن ۲۷ ملیون...

د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره نن ۲۷ ملیون ډالر لیلاموي

تاند 【چهار شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۰مه】‏د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ویلي، چې نن چهارشنبه د داوطلبۍ له لارې ۲۷ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.

دغه بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتنه کړې، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې د افغانیو ثبات هڅو په دوام یې د تېرې شنبې په ورځ هم ۲۵ میلیونه ډالر لیلام کړي وو.

سرچینه زیاتوي، چې د افغانیو ارزښت ساتل یې لومړیتوب دی او د ګټورو لارو چارو په وسیله توانېدلي چې د افغانیو ارزښت وساتي.

د افغانیو او ډالرو ترمنځ د نرخونو مسلې په دې وروستیو کې عام افغانان اندېښمن کړي دي.

دوی د افغانیو د ارزښت ساتلو ترڅنګ له طالبانو غواړي، چې د خوراکي توکو بیې هم کنټرول کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...