پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهپه ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو

په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۲۴ مه) د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ وویل چې طالبانو په ننګرهار کې پر عکس اخیستلو او ویډیو جوړولو بندیز لګولې ده.

دغه مرکز د «د سختو محدودیتونو» او «د رسنیو د وضعیت د خرابېدو» په اړه خبرداری ورکړ.

ننګرهار پنځم ولایت دی چې طالبانو په رسمي ډول د ژوندي سارو،  د عکس او ویډیو خپرول منع کړي دي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د اوولسمې مادې له مخې، د ژوندیو موجوداتو د انتصویر خپرول منع شوي دي او طالبانو هڅې زیاتې کړې دي چې دا قانون په تدریج په ټول هیواد کې پلي کړي. دغه منع په تدریجي ډول پله ولایتونو څخه پیل شوې خو په کابل کې لا هم تصویري رسنۍ فعالیت لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې وویل چې «په دې وروستیو کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په ننګرهار کې دولتي ادارو ته پامر کړی چې د عکس اخیستلو، د تصویر خپرولو او تصویري مرکې بندې کړي.

دغه مرکز خبرداری ورکړ چې «په بیلابیلو ولایتونو کې دغه محدودیتونه، چې په تدریجي ډول پراخېږي، د رسنیو د ازادۍ د وضعیت د لا خرابېدو او د ځپنې د زیاتېدو ښکاره نښې دي.»

دغه مرکز همدارنګه وویل چې د طالبانو دغه پرېکړه په ځینو ولایتونو کې د محلي او دولتي تلویزیونونو د بندېدو لامل شوې ده.

د دې مرکز په وینا، د ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د سې‌شنبې په ورځ محلي رسنیو ته خبر ورکړی چې له سیمه‌ییزو چارواکو سره عکس اخیستل او تصویري مرکې کول منع دي.

دغه مرکز وویل چې دوی د دې حکم یوه کاپي لیدلې ده.

د ننګرهار د طالبانو مرستیال والي عزیزالله مصطفی ویلي چې د ژوندیو موجوداتو د تصویر د منع کولو لپاره، د عقرب په ۲۲ مه په دې ولایت کې یوه «نظامي غونډه» جوړه شوې ده.

د ننګرهار مرستیال والي ټینګار کړی چې له دې وروسته مسوولان باید د ژوندیو موجوداتو له عکس اخیستلو او خپرولو ډډه وکړي او په خپلو راپورونو کې د انځورونو پر ځای د لوګو، لوحه یا د ادارې د ودانۍ عکسونه وکاروي.

هغه همدارنګه سیمه‌ییزو مچارواکو ته سپارښتنه کړې چې که له رسنیو سره خبرې کوي، یوازې په غږیز ډول دې مرکې وکړي.

ننګرهار پنځم ولایت دی چې په رسمي ډول په کې د ژژوندي سارو  د عکس او تصویري مرکې منع شوي دي. تر دې مخکې په کندهار، تخار، بادغیس او هلمند کې دا منع په بشپړ ډول پلې شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کړی چې دا نوې محدودیتونه د رسنیو او خبریالانو ستونزې، چې په تېرو درې کلونو کې د محدودیتونو له څپو سره مخامخ شوي، زیاتوي.

دغه مرکز د طالبانو له مشرتابه څخه وغوښتل چې په دې پرېکړه له سره غور وکړي او د بیان ازادي او د خبریالانو او رسنیو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي.

خو دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو مشر باور لري چې د تصویر خپرول یا د انځور ایستل د خدای پاک د خدايي ننګول دي!

5 COMMENTS

  1. که د ژوندیو شیانو تصویرونه ناروا و. خو نو له پخوا هم و. طالبانو خصوصاٌ دا وزیرانو، والیانو، او په زرګونو نورو چې دا درۍ کاله په تلویزیونو کې خپل تصویرونه خپرول دوئ ته اوس باید سزا ورکوله شي کنه، ځکه په شکاره یې هغه ده ناروا او ګناه کړي ده. له محمدحسن اخند نه نیولې تر ملا برادره او بل هر یوه پورې ټولو عکسونه اخیستې. نو دوئ ولي دا ګناه کوله؟

  2. له چا سره بحث کوۍ او له چا ځخه ګیله ! له وحشي ځناورو ، په وحشي ځناور اعتبار نشته ، هغوی خپل ساتونکی هم خوري !
    اوس به راشو دې ته چې دوی ولي ښځېینه ښوونځویو ته نه پریږدي او ولی عکسونه او رسامي بندوي ! دا خو کوم علمي لوری نلري ! نو دوی ولې دا کار کوي ! داځکه چې دوی د اسان په ژوند کې د جهالت مکروب دي خو د انسانانو فکر د مادي په هکله او علمي تحقیقات دا مکروبونه وژني !
    دوی په الوتکو کې سفرونه کوي خو پوهه او تحقیقیات بیا بندوي ! زه چې هر څومره فکر کوم ددې مرض په دوا نه پوهیږم خو دومره وایم چې دوی سل په سلو کې د جنت په فکر کې دي چې د داسي ظلم او ناروا ، ددې وحشیانو په عقیده جنت ته لاره ورته خلاصه وي ! که زما قدرت ورسیږي نو ژر به یې جنت ته واستوم !!

  3. د طالبانو ددې احمقانه پریکړی څخه هدف دا دی چی:
    عام وولس د امیرالمؤمنین! ( کوم چی اصلاً وجود نلری ) د عکس او ویډیو د شتون غوښتنه ونکړی البته د ملا عمر پنوم هم یو شخص خارجی وجود نه درلود.
    نو
    ځان به ټینګوو د انګریز شیطانی نقشو ته.

  4. تصویر یی ځکه منع کړل چی یو شمیر ویدیو ګانو او تصویری مرکو کی یی هغه چټیات له خولی وتلی چی خر ورپوری خاندی نو اوس خپل جاهلان نشی منع کولای، خو زور یی په ملت او ځوانانو بر دی چی خلک له تصویر منع کړی. د خپلو جاهلانو خوله نشی بندولای خود حماقتونو د خپراوی مخه یی نیسی اوس دوی دی ته هم حیران دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب