Home+بلا، بلها | زهير سپېڅلی

بلا، بلها | زهير سپېڅلی

بلا:  مفرد ښځينه  نوم دی، جمع ئې (بلاوي/بلاګاني) دي.
دوې څپې لري.
افت، مصيبت، غم، شيشکه، ډاروونکې… معنا لري.
په ما دي کړې څه بلا ده
د ورځي ژاړم د شپې نه راځي خوبونـه
ــ
بيــا  مې د زلفـــانو بلا واخېستــه
دومره وم پرېشانه چې بيا تېروتم
حمزه شينواری
بلها: صفت دی. د زيات، پرېمانه، ډېر او کافي په معنا دی.
دوې څپې لري.
ښکلي به بلها وي په جهان خو داسې نه
زه هم ډېــر حسين ومه ارمان خو داسې نه
  پروفېسر   ابـــــاسين يوسفزی
دغه دنیا چې يې بلها بلها کارونه پۀ سر
چا به قيصه د دې ټوټې ټوټې زړګي کوله
رياض تسنيم
يادونه: (بلها) د (بلا) په بڼه هم کارېږي، خو توپير ئې بايد وشي، ځکه (بلا) نوم دی او (بلها) صفت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...