چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+سازمان څه شی دی؟ | ژباړن: اقبال باور

سازمان څه شی دی؟ | ژباړن: اقبال باور

د خلکو یوه ډله چې په یو منظم او همغږي بڼه سره کار کوي تر څو یوه ټاکلي هدف ته ورسېږي یا د یو مشخص هدف د ترلاسه کولو لپاره د خلکو عمدي ترتیب او جوړښت ته سازمان ویل کېږي.

مشترکي ځانګړتیاوي:

  • عمدي جوړښت
  • بېل هدف
  • انسانان

د سازمان سرچینې:

بشري منابع (انساني منابع): د مدیریت وړتیا او کاري وړتیا.

مالي سرچینې: د روانو او اوږد مهاله کارونو د ملاتړ لپاره پانګه اچونه.

فزیکي شتمني: خام توکي، کار ځای(دفتر) تولیدي اسانتیاوي، ودانۍ او تجهزات.

معلومات: د کاروني وړ ډېټا او معلوماتي اړیکي.

د فعالیتونو یوه بېلګه ده چې پکې پلان جوړونه، پرېکړه کول، تنظیم کول، رهبري کول او کنټرول ترسره کېږي. د یوې ادارې سرچینو ته لارښونه کېږي چې بشري، مالي، فزیکي او معلوماتي منابع په مشخصه او ګټوره توګه د سازمان د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره وکارول شي.

مدیریت د کاري فعالیتونو د ادغام د همغږي پروسه ده تر څو د نورو خلکو سره په اغېزمنه او اغېزناکه توګه بشپړ شي. او پلان جوړونه، تنظیم کول، کارمندان، رهبري کول د بشري او نورو سرچینو کنټرول ترڅو د سازمان هدفونه په ګټوره توګه او ليږو سرچینو مصرفولو ترلاسه کړي.

مدیریت د نورو د کاري فعالیتونو همغږي کول او تنظیمات کول دي تر څو د دوی فعالیتونه په موثره او تاثیر کوونکې توګه بشپړ کړي.

مدیریت د دې لپاره هڅه کوي:

  • د کمو سرچینو مصرف (لوړ موثریت).
  • لوړ هدف ترلاسه کول (لوړ تاثیر).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب