دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهآیرلنډ په لومړۍ شل اوره سیالۍ کې افغانستان ته ماته ورکړه

آیرلنډ په لومړۍ شل اوره سیالۍ کې افغانستان ته ماته ورکړه

تاند (جمعه، د حوت ۲۵ مه) آیرلنډ لومړۍ شل اوره سیالي له افغانستان څخه په ۳۸ منډو وګټله. د آیرلنډ لپاره خورا ښه بیټنګ هري ټوکر وکړ. ده په ۳۴ توپونو ۵۶ منډې وکړې.

خو د افغانستان پیلګر توپ وهونکي پر له پسې وسوځېدل. ګوربز په لومړني توپ وسوځېد. په دوهم اور کې افغانستان درې لوبغاړي وبایلل. یوازې محمد اسحاق په ۲۲ توپونو ۳۲ منډې وکړای شوې. له محمد نبي پرته هیڅ لوبغاړي ښه بیټنګ ونه کړای شو. نبي په ۲۱ توپونو ۲۵ منډې وکړې.

آیرلنډ په داسې حال کې چې ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۱۴۹ منډې وکړې. ډېرې منډې یې په وروستي اور په نوین الحق وکړې.

راشدخان ۳ او ننګیالي خروټي ۲ لوبغاړي وسوځول. ننګیالي په ۴ اورونو کې صرف ۱۶ منډې ورکړې.

د افغانستان ټیم پچه وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی توپ وهنه یا بیټنګ آیرلنډ وکړي. خو داسي ښکاري چې دا پرېکړه یې ښه نه وه.

تر دې وړاندې د دوو ټیمونو ترمنځ ټیسلوبه آیرلنډ او د یو ورځنیو سیالیو لړۍ افغانستان ګټلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب