Homeخبرونهد ایراني ځواکونو په ډزو د یوه افغان وګړي وژل کېدل

د ایراني ځواکونو په ډزو د یوه افغان وګړي وژل کېدل

تاند (یکشنبه، د جدې ۱۰ مه)  راپورونه وایي چې د ایران پوله‌ساتو ځواکونو د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ یو اوسېدونکی وژلی دی.

ویل شوي چې دغه کس د کنګ ولسوالۍ په میر احمد کلي کې له نظامي برجک څخه په نښه‌ شوی دی.

د نیمروز کنګ ولسوالۍ ایران ته یوه تر ټولو نږدې ولسوالۍ ده.

د طالبانو د رژیم چارواکو او ایراني لوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې مخکې د پاکستاني ځواکونو لخوا ډیورنډ کرښې ته څېرمه د زابل ولایت په یوه سیمه کې هم پر عامو افغانانو د ډزو او یو شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و.

طالب چارواکو په هغې اړه هم رسنیو ته څه نه وو ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...