Homeخبرونهپر ترینګلیو اړیکو د خبرو لپاره پاکستان ته د کندهار د والي...

پر ترینګلیو اړیکو د خبرو لپاره پاکستان ته د کندهار د والي سفر

تاند (یکشنبه، د جدې ۱۰ مه) د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې تمه ده د راتلونکې جنوري میاشتې په پیل کې د طالبانو حکومت د کندهار والي ملا شیرین اخند اسلام‌اباد ته ولاړ شي او هلته له استخباراتي او سیاسي چارواکو سره د طالبانو او پاکستان په اړیکو کې د روان کړکېچ د اواري لپاره هڅې وکړي.

پاکستاني رسنۍ په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم دریځ هم په دې اړه نه دی څرګند شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم د یو شمېر پاکستاني ملایانو په مشرۍ د یاد شوي هدف د ترلاسه کولو په موخه افغانستان ته سفر کوي.

د فضل الرحمان د لیدنو کتنو دقیقه اجنډا او دا نه ده څرګنده چې هغه به کابل او که کندهار مېشتي طالب چارواکي ویني.

پاکستان ته د کندهار د والي سفر په دې مهم بلل شوی چې نوموړی د طالبانو کندهار مېشتي عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده ته له نږدې کسانو ګڼل کیږي.

2 COMMENTS

  1. ملا ډیزلی جاسوس او ملا شرین جاسوس د خپل کلنی راپورونه د انګلیس ناروا اولاد ای اس ای ته رسوی او د نوی ورانکاری پلانونه تسلمیژی

  2. خد به ورځي په چړیتوب کې ټول د ای اس ای له خوا څخه غوول شوي اوسني د مدینې منافقین دي ! اوس یې خپل مذدورتوب علاني اعلان که !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...