شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستیو پرېکړو ته د طالبانو...

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستیو پرېکړو ته د طالبانو توند غبرګون

تاند (پنجشنبه، د قوس ۳۰) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان وروستیو پرېکړو او دریځونو ته توند غبرګون ښودلی.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دغه سازمان بې طرفه نه دی او د لویو قدرتونو تر سیوري لاندې خپلې چارې سمبالوي.

طالب ویاند ظاهراً د یاد شوي سازمان لخوا په درېیم ځل طالبانو ته د افغانستان د استازیتوب د څوکۍ پر نه سپارل کېدو غوسه ښکاري.

د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ د همدې اوونۍ د سې شنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د افغانستان چوکۍ بیا هم د طالبانو حکومت ته ونه سپاري.

د ملګروملتو د باورلیکونو کمېټې د عمومي اسمبلۍ له لوری په تصویب شوي پرېکړه لیک کې ویلي چې د افغانستان چوکۍ بیا هم پر افغانستان واکمنې ډلې ته نه ورکوي.

ملګروملتو ویلي چې د افغانستان د استازولۍ د مشرۍ په اړه یې دوه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي وو چې یو په افغانستان کې د افغانستان د اوسني دایمي استازي نصیراحمد فایق له لوري او بل د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خوا.

د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په نهايي پرېکړه کې ویل شوي:«د عمومي اسمبلۍ مشرتابه وړاندیز کړی چې د باورلیکونو کمېټه دې د افغانستان او برما د باورلیکونو په اړه خپله ارزونه راتلونکې ته وځنډوي.»

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو راوروسته دا درېیم ځل دی چې د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ د افغانستان چوکۍ په کابل کې واکمن رژیم ته نه سپاري او دا موضوع بل وخت ته ځنډوي.

نړیواله ټولنه له طالبانو د نجونو او ښځو د خورا مسلمو او په درسته نړۍ کې منل شویو حقونو په شان ځینې غوښتنې لري خو طالبان یې منلو ته تیار نه دي. ګومان نه کېږي چې له دې وروسته هم نړیواله ټولنه حاضره شي چې په یوویشتمه پېړۍ کې داسې یو سیستم د یوه هیواد د دولت په توګه په رسمیت وپېژني چې حتي نجونې زده کړو ته هم نه پرېږدي.

نصیراحمد فایق چې د جمهوري حکومت په مهال په ملګروملتو کې ګومارل شوی و، له تېرو دوو کلونو راهیسي د افغانستان د دایمي استازي په توګه کار ته دوام ورکوي.

1 COMMENT

  1. هرسازمان او ټولنه یو منشور یا اساسنامه لري . غړي هېوادونه مکلف دي چې د هغه ټاکل شوي منشور او قانون له مخې ځانونه عیار کړي .
    ټالبان باید دا منشور ولولي او لکه نور غړي هېوادونه د هغو له شرایطو سره ځانونه عیار کړي . که احیانا نه غواړي د هغوی شرایط قبول کړي ، بیا د غړیتوب غوښتنه هم بېځایه ده .
    پاته د نه وي چې د ملګرو ملتونو سازمان یو نړیوال او سراسري سازمان دی ، د هغه پرېکړې د هغو هېوادونو لپاره چې غړیتوب یې نه لري ، هم الزامي دي .
    بنا ټالبانو له ښاره ووځئ ، خو له نرخه مه وځئ !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب