Homeخبرونهپه امریکا کې د یوې الوتکې په لو‌ېدو کې ۳ افغان پېلوټان...

په امریکا کې د یوې الوتکې په لو‌ېدو کې ۳ افغان پېلوټان مړه شول

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۷ مه) د امریکا د اورګان ایالت چارواکو تایید کړه چې په دغه ایالت کې د افغانستان د پخواني حکومت د هوايي ځواک درې پېلوټان په یوه هوايي پېښه کې مړه شوي دي.

د اورګان ایالت د پولیسو ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا پېښه د شنبې په ورځ (د دسمبر۱۶ مه) په ځايي وخت د مازدیګر په ۴ بجې او ۵۵ دقیقې وشوه چې د دوی یو ماشینه (د یو انجن لرونکې) الوتکه د هافمن واټ په شمال کې ولوېده.

په دغو درو پېلوټانو کې یوه يې الوتکه چلوله او دوه نور د سپرلیو په سیټونو کې ناست وو.
د اورګان ایالت پولیسو د مړه شویو افغان پېلوټانو نومونه محمد حسین موسوي، محمد بشیر صفدري، او علي جان فردوسي ښوولي دي.

پولیس وايي:«لومړنۍ پلټنې ښيي چې الوتکه د برېښنا له مزو سره لګېدلې او له کبله یې اور بل شوی او برښنا پرچاو شوې ده. الوتکه د شدیدې لړې په منځ کې د اورګان د ایالت د هوايي ډګر لور ته روانه وه.»

دوه کاله پخوا ۱۴۳ افغان پېلوټان، چې د هغو په منځ کې څو تنه ښځې هم وې، له تاجکستان او ازبکستان څخه عربي هیوادونو او بیا امریکا ته ولېږدول شول.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...