شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکابلوف: ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

کابلوف: ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

تاند (چارشنبه، د عقرب ۲۴ مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د ځانګړې غونډې پلان لري.

د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د سیمې د هېوادونو ځانګړي استازي برخه واخلي.

هغه د غونډې د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې، د روان میلادي کال په مۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ۲۳ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه جوړه کړې وه.

معلومه نه ده، چې د غونډې مشخصه اجنډا به څه وي؟

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي د امنیت شورا غونډې ته په یوه استولي راپور کې ټینګار کړی و، چې افغانستان سره دې نړیوالې مرستې زیاتې او هم پکې د طالبانو واکمن رژیم سره مشروط تعامل وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب