پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+طلایي پیوند (کینتسوګي) || فريد قربان

طلایي پیوند (کینتسوګي) || فريد قربان

جاپانیان مات شوي لوښي او شیان نه غورځوي، بلکې ټوټي یې په درنښت را ټولوي او بېرته یې د سرو او سپینو زرو، مسو یا نورو قیمتي موادو د پوډرو په مرسته سره نښلوي. د ماتو شویو لوښو او شیانو د پیوند کولو همدې پخواني هنر ته د طلایي پیوند (کینتسوګي) ویل کیږي.

د طلایي پیوند هنر د جاپان د خلکو د ژوند او کلتور ارزښتمنه پانګه ګڼل کیږي. دوی باور لري، کله چې یو څه ماتیږي، صدمه ويني او ټکر خوري، بې ارزښته کیږي نه، بلکې کیدای شي له پخوا څو چنده جذاب او با ارزښته شي.

ویل کیږي د طلایي پیوند (کینتسوګي) تاریخ د پنځلسمې پېړۍ د پای کلونو ته رسیږي.

هاغه وخت چاپاني سردار (شوګون آشیکاګا یو شیماسا) خپله د چای ماته پیاله چین ته د ترمیم لپاره ولیږله. د هغه ځای او وخت د جوړیدو د شېوې سره سم پیاله د فلزاتو په واسطه سره پیوند شوه، خو چې بېرته راوړل شوه د سردار شوګون خوښه نشوه. په همدې وخت کې چاپاني هنرمندان د یوې نوې طریقې په لټه شول او هغه پیاله یې بېرته د لاک او سرو زرو د پوډرو په واسطه جوړه کړه.

له همهاغه وخته دغه د طلایي پیوند هنر را پیل شو. تر ننه د کینتسوګي له هنره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هنر تر څنګ د بریالي ژوند کولو د یوې منظمې فلسفې په توګه هم ګټه اخیستل کیږي.

د یاد هنر د فلسفې پر بنسټ موږ ټول انسانان په ژوند کې له بېلابېلو کړاوونو او مشکلاتو سره مخ کېږو او ماتې خورو، نو پکار ده چې ماتې ومنو، په زغم سره یې په غېږ کې ونیسو، پر وړاندې یې مناسب غبرګون وښیو او لازمه توجه ورته وکړو.

د طلایي پیوند په مرسته جوړ شوي لوښي د وابيـسابي د فلسفې ښکارندوی وي. ددغه فلسفې له مخې ماته او نیمګړتیا بدرنګي نه، بلکې په عین حال کې ښکلا ده. دغه فلسفه وایي چې بدلون هغه څه دی چې باید په مینه او درناوي ومنل شي. پکار ده چې د مشکلاتو او عیبونو سره سره ژوند وکړای شي او د بدمرغیو په تیارو کې د نیکمرغیو د رڼا څرکونه را پیدا کړو.

د دې هنر پالونکي باور لري چې په ژوند کې سخت حالت سره مخ کېدل، غلطۍ، ناکامي، نیمګړتیاوې او په ټوله کې ماتېدل موږ ته د بیا او لا ښه جوړېدو چانس په لاس را کوي.

یاد هنر را زده کوي چې د سختو حالاتو او ستونزو له امله ماتېدل پدې مانا نه دي چې ګني موږ ځان بایللې او بېرته یې نشو موندلی. وایي همدغه ماتېدل سبب کیږي څو یو انسان تجربه وکړي، متوجې شي او تر پخوا ځان لا ډېر قوي، سم او با ارزښته جوړ کړي.

په دغه هنر کې مات لوښي کټ مت بېرته نه جوړیږي او د اصل د را ګرځولو هڅه یې نه کیږي، بلکې هغه په طلایي پیوند ورکولو سره لکه په یوه خزانه بدلیږي. د سرو زرو ګرانبیه پیوندونه لوښي لا ډېر ځلوي او بیه یې هم لوړیږي. د لوښو ماتې شوې برخې په ځانګړي توګه وصل شوي پیوندونه ښکاره کوي چې لوښی بېرته رغول شوی او نیمګړتیا یې له منځه وړل شوې ده. وصل شوي پیوندونه لوښي ته تاریخ او خاطرې وربښي او انسان ته وریادوي چې دغه څه د مینې، درناوي او هڅو وړ دی.

د کینتسوګي په اړه روانپوه (توماس ناوارو) یو ګټور کتاب لیکلی دی. دغه کتاب په ۲۰۱۷ کال کې چاپ شوی دی او لیکوال هڅه کړې چې کینتسوګي څخه له رنځ او کړاو څخه د بیا رغیدو او پورته کیدو د استعارې په توګه ګټه واخلي. د یاد کتاب یوه موخه داده چې په ستونزو برلاسی او هغه لارې چارې زده شي چې ددې هنر یو استاد په څېر خپل ژوند دوباره ورغوي.

د یاد کتاب په یوه برخه کې لولو:

”ژوند کې کیدای شي د لوښو په څېر ټوټې ټوټې مات شئ، خو دا پدې مانا نه ده چې له ژوندي پاتې کېدو څخه زړه ماتي شئ او خپل ټول امیدونه او خوبونه وبایلئ. له ژوند څخه د زړه ماتېدنې پر ځای باید زده کړو چې له ماتېدو وروسته ځانونه بېرته ورغوو. که په خپلو وړتیاوو نه یئ خبر، ددې مانا نو دا نه ده چې ګني تاسو ښېګڼې او ځواک نلرئ.

له نورو سره تفاوت بهترین اتفاق دی چې ستاسو په ژوند کې پېښ شوی. هڅه مه کوئ چې د نورو په څېر شئ او ددې لپاره چې د نورو غوندې ژوند وکړئ خپلې ځانګړتیاوې له لاسه مه ورکوئ“.

د طلایي پیوند فلسفه د ژوند لپاره رغوونکي فکرونه لري. هغه وخت چې له ستونزو سره مخ شو پکار ده چې حوصله ورته ولرو او په ژور درک ورته غبرګون وښیو. داسې به وکولای شو څو حالات بېرته سم لوري ته واړو. د طلایي پیوند فلسفه د ژوند په برخه کې راته وایي چې هر څه له ماتې سره سره خپل معنوي ارزښت ساتي. نو هغه انسان چې سونزې یې وځپي ضرور پکې د بیا را پورته کېدو توان موجود وي. د طلایي پیوند د فلسفې له مخې انسان اړ نه دی چې خپل عیبونه او نیمګړتیاوې له خلکو پټې کړي. اصلاً ضرور خو داده چې شته ستونزې په ورین تندي ومنل شي او د حل لپاره یې په نویو لارو چارو غور وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب