پنجشنبه, اکتوبر 17, 2024
Homeخبرونهطالبانو له پاکستان او ازبکستان سره د "افغان ټرانس" اورګاډي پروژې...

طالبانو له پاکستان او ازبکستان سره د “افغان ټرانس” اورګاډي پروژې تړون وکړ

تاند: ( چار شنبه، د سرطان ۲۸ مه) د طالبانو استازي، د پاکستان او ازبکستان لوړ پوړو چارواکو سره په اسلام اباد کې د “افغان ټرانس” د اورګاډي د پروژې تړون لاسلیک کړ.

دغه پروژه، له مزارشریف څخه پیل او د پکتیا ولایت تر خرلاچي بندر پورې دوام کوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د دغې پروژې د پرمختګ لپاره یو کلن پلان هم وڅېړل شو، چې پر بنسټ یې یو نړیوال مشورتي شرکت د دغې پروژې په اړه لازم معلومات چمتو او بیا یې عملي کوي.

 د غونډې برخه والو ټینګار وکړ چې د دغې پروژې مفصلې او تخنیکي فیصلې دې په پوره دقت، ښه کیفیت او مناسب سرعت سره او عملي کار یې ژر تر ژره پیل شي.

په دې درې اړخیزه غونډه کې د درې واړو هېوادونو د ریل پټلۍ د څانګو د لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ، په اسلام اباد کې د طالبانو او د ازبکستان سفیرانو، د پاکستان د ریل پټلۍ او مالیې وزیرانو هم ګډون درلود.

1 COMMENT

  1. افغانانو پدی چه مسیر یی له تورخم څخه خرلاچی ته تغیر کړ د ۱۵۰ کیلومترو له حقالعبور څخه محروم شول ، ځکه د ترانزیت فایده له د مسیر له طول سره اړلی ده ، که نقشی ته وګورو د تورخم لاری مسیر په افغانستان کی یی طول زیات دی، نظر د خرلاچی لاری ته ، ځکه د ډیورنډ کرښه د خرلاچی په سیمه کی ډیره نژدی ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب