جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد جنرال رازق مزار ته د طالبانو د بل سپکاوي ادعاوې؛ توند...

د جنرال رازق مزار ته د طالبانو د بل سپکاوي ادعاوې؛ توند غبرګونونه یې پارولي

تاند: ( جمعه، د سرطان ۱۶ مه)  په ټولنیزو رسنیو کې له یوې مقبرې د افغانستان د ملي بیرغ د نښو د ایسته کیدو ویډیو، چې ادعا کیږي د طالبانو د مشهور مخالف قومندان جنرال عبدالرازق د مقبرې اړوند دی، توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

یاده ویډیو د کندهار د یو شمېر مخکینیو خبریالانو په ګډون ګڼو کسانو خپره کړې او د جنرال رازق مقبرې ته منسوبه یې ګڼلې ده.

د طالبانو یو شمېر مخالفانو او نورو خلکو، چې عمدتاً له هېواده بهر اوسیږي، د طالبانو دغه ادعا شوی عمل د افغاني او اسلامي ارزښتونو خلاف ګڼلی دی.

د طالبانو ویاندویانو او چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان تر دې مخکې هم د خپلو یو شمېر نورو مشهورو مخالفو څېرو لکه: احمد شاه مسعود، علي مزاري، عزیزالله کاروان، جنرال رازق او نورو مقبرو  او یادګاري څلو ته په سپکاوي تورن شوي وو، خو دوی دا تورونه رد کړي وو.

جنرال عبدالرازق، چې شاوخوا ۱۰ کاله په کندهار کې د جمهوري نظام تر ټولو ځواکمن چارواکی و، طالبان یې د خپلو جنګیالیو خلاف په بشري جنایتونو تورنوي.

هغه د ۲۰۱۸ په اکتوبر میاشت کې د یوه برید پر مهال په داسې ډول ووژل شو، چې ورسره څنګ ته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر ته د شوي برید له امله هیڅ تاوان ونه رسید.

د دغه برید مسوولیت طالبانو پرغاړه واخیست.

د جنرال رازق پلویان باور لري، چې هغه او ځينې نورې مشهورې طالب ضدې څېرې په یوه لویه استخباراتي اجنډا کې د طالبانو د واک ته راوستو لپاره له میدانه حذف شول.

4 COMMENTS

  1. عجیبه ولس دی ،او عجیبه خبریالاندی ، ملی ارزښتونه یی له پښو لاندی کیږی خو دوی د قبرونو د سپکاوی په غم کی دی له قبر څخه مخکی باید د ملی بیرغ د سپکاوی غږ پورته شوی وی

  2. امریکایان ملامت نه وه چی دخینزیر د افرادو په جسدونو یې متیازی کولی دا د پنجابیانو ناروا لمسیان لکه تازی سپی همدی ته تربیه شوی چی د افغانستان مړی او ارزشونه تر پښو لاندی کړی د افغان ملت ته پکارده چی له دوی نه لکه سپی نفرت ولری

  3. انسان اشرف المخلوقات دی او په دې نړۍ کې پرمځکه باندې د الله تعالی ج خلیفه ټاکل شویدی . انسان ته باید په هرحالت کې درناوی وشي ، خو که څوک مړ شو ، نو بیا د هغو اجسادو ته باید توهین ونکړل شي .
    که کفارو د مسلمانانو په جسدونو متیازې وکړې ، له هغو ګیله نشته ځکه له یوې خوا د افغانانو دښمنان ول او له بلې خوا هغوی د اسلام مقدس دین باندې عقیده نه درلوده ، خو که هغه څوک چې ځان د اسلام ناجی ګڼي او دا دعوا کوي چې ګویا زه تر ټولو سپېڅلی شخص یم او بیا د ملا غایب الله له ولایته وي او د افغانستان ملي بیرغ ته چې په طیبه کلمه مزین دی ، هغه مقدس بیرغ چې د ټول افغانستان د ملي وحدت سمبول دی ، په کوم قوم ، ګوند ، ډلې ټپلې پورې تعلق نه لري او د همدې بیرغ تر سیوري لاندې زمونږ نیکونو اوپلرونو ګران افغانستان ته خدمت کړی ، د پردیو له تجاوز نه یې ساتلی دی ، او یا د یو ملی قهرمان قبر ته اهانت کوي ، له وهابیانو او حتی له کفارو بدتر دی.

  4. طالب د ژوندی پښتون او د پښتون د قبر دښمن دی. طالب د هغه چا دښمن دی چی د پاکستان مخالف و او یا وی، دوی تیرو شلو کلونو کی پښتانه قتل اود پشتنو د سیمو مکتبونه، شفاخانی، پلونه، سرکونه او هرڅه یې برباد کړل، دوی د پښتون قام نوم بد کړ، دا دپښتون د جینوساید او تباهی پروژه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب