جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپه ۱۷ ولایتونو کې نن او سبا د باران او سېلابونو وړاندوینه...

په ۱۷ ولایتونو کې نن او سبا د باران او سېلابونو وړاندوینه شوې

تاند: ( جمعه، د سرطان ۱۶ مه)  د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو وړاندوینه کړې ده.

یاده اداره وایي: د چنګاښ مياشتې په ۱٦ مه او ۱۷ مه بدخشان، نورستان، لغمان، ننګرهار، کونړ، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزني، ميدان وردګ، زابل، باميان، پروان، کاپيسا او پنجشېر ولايتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو وړاندوینه شوې ده.

سرچینې په دغو ولایتونو کې له بارانونو او سېلابونو خطر لرونکو کورنیو ته د ځان خوندي کولو سپارښتنه هم کړې ده.

افغانستان په وروستیو دوو کلونو کې د طبیعي پېښو زیاتو زیانونو سره مخ شوی.

د طالبانو د رژیم چارواکوله نړیوالې ټولنې بیا- بیا غوښتي، چې د دوی رژیم سره د سیاسي ستونزو له نظر کې نیولو پرته، په افغانستان کې د اقلیمي زیانونو د مقابلې لپاره پلان کړې پروژې مخته یوسي.

د طبیعي پېښو زیانمن خلک بیا له طالبانو ګیله لري، چې د دوی ستونزو ته یې لازمه پاملرنه نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب