Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان تر یو میلیارد ډالرو زیاتو مرستو ته...

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان تر یو میلیارد ډالرو زیاتو مرستو ته اړتیا لري

تاند: ( چار شنبه، د سرطان څوارلسمه)  د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره اعلان وکړ چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام لپاره په دغه هېواد کې تر یو میلیارد ډالرو زیاتو مرستو ته اړتیا ده.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مالي منابعو د کموالي له امله اړ شوی چې د هغو کسانو شمېر چې هره میاشت له ډېرو زیانمنو شویو کسانو سره مرسته کوي، کم کړي.

د دې اعلان له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې کمې کړي دي، په داسې حال کې چې ۲۸.۸ میلیونه وګړي یا د هېواد دوه پر دریمه برخه وګړي په ۲۰۲۳ کال کې څو اړخیزو بشري مرستو ته اړتیا لري.

سرچینې زیاته کړه چې تمه کیږي 15.3 ملیون خلک به د 2023 د می او اکتوبر ترمینځ سخت خوراکي خوندیتوب ولري.

په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام مشرې هیسو وی لی د دې اونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستې لپاره د دې سازمان بودیجه به د اکتوبر تر پایه پای ته ورسیږي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند د تېر اختر د لمانځه پر مهال لویدیز هېوادونه تورن کړل، چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت د خراب ښودلو په وسیله افغانان بهرنیو مهاجرتونو ته هڅوي.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د افغانستان له مختلفو سیمو د اقتصادي او بشري ستونزو د زیاتیدو خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...