Homeخبرونهتندر او بارانونه؛ ننګرهار کې يو تن وژل شوی او ګڼ فصلونه...

تندر او بارانونه؛ ننګرهار کې يو تن وژل شوی او ګڼ فصلونه زيانمن شوي

تاند: ( دوشنبه ، د غويي ۱۱ ) ‏د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ورځې شاوخوا درې بجې د سخت باران او تالندې پر مهال اسماني تندر غورځيدلی، چې له امله يې د نقيب الله په نوم ځوان وژل شوی.

د طالبانو ولایتي ادارې ويلي، چې ځایي واکمنان يې د پېښې ځای ته پر وخت رسيدلي و او د وژل شوي جسد يې د هغه د کورنۍ غړو ته سپارلی دی.

بل لور ته، راپورونه وايي چې د ننګرهار په کوټ، سره رود او روداتو ولسواليو کې سختې ږلۍ، باران او باد له امله فصلونه او ميوه لرونکي بوټي زيانمن شوي دي.

د طالبانو د کرنې رياست چارواکي وايي، چې دا لومړني معلومات دي او ښايي په نورو سيمو کې هم وروستيو اورښتونو فصلونو ته زيانونه اړولي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...