شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبان: د کابل- کندهار د ریل پټلۍ د جوړولو کار به ژر...

طالبان: د کابل- کندهار د ریل پټلۍ د جوړولو کار به ژر پیل شي

تاند: ( دوشنبه ، د غويي ۱۱ ) ‏د طالبانو د رژيم چارواکي وایي، د مزارشریف – هرات او کندهارښارونو ترمنځ د ریلګاډي د پټلۍ د جوړولو لومړني کارونه به ژر پیل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر ليکلي، چې د دغې پټلۍ د جوړولو پریکړه د اقتصادي کمیسیون د فبرورۍ د اتلسمې په غونډه کې شوې او د ریلګاډي د ادارې په مشرۍ یوې کمیټې ته دنده سپارل شوې وه چې له کورنیو عوایدو په استفادې دې په هیواد کې د ریلګاډې د اوږدې کرښې د جوړولو لپاره پروژه په نښه کړي.

د هغه په وينا، له اقتصادي او جیوګرافیکي څیړنو وروسته د ریلګاډي د پټلۍ دغه کرښه غوره شوه.

دغه پټلۍ چې ۱۴۶۸ کیلومتره اوږدوالی لري، نهو ولایتونو، ۳۷ ولسوالیو او اته سوه کلیو کې تیریږي.

د يادې پروژې د هدفونو او ګټو په یوه برخه کې ویل شوي چې هغه به د افغانستان له لارې د مسکو او نوي ډیلي ترمنځ واټن ډیررالنډ کړي او سیمه ییز اتصال او د افغانستان له لارې به سیمه ییز ترانزیت او انتقالاتو ته پراختیا ورکړي.

طالبانو مخکې د ریل پټلۍ برخه کې د ځينو نورو ورته پروژو د پيل خبر هم ورکړی او ویلي، چې له وړاندې نیمګړې پاتې پروژې به بشپړې کړي.

3 COMMENTS

  1. په منځنی ډول د اوسپنی پټلۍ د جوړولو لپاره په هر کیلومتر لږترلږه ۱۰ میلیونه ډالر مصرف راځی. نو په ۱۴۶۸ کیلومترو، شاوخوا ۱۵ میلیارده ډالره مصرف راځی. پوښتنه داده چی دوی دومره پیسی له کومه کوی؟

  2. ماشاءالله
    څومره د خوښۍ او خوشحالۍ زیري دي.
    داسلامی امارت د لا ډیرو
    بریاوو په هیله

  3. طالبان خپل لمڅی وینی بیا پښی غځوی. قوشتپه دا په خیر په خرپ روانه ده. مهم اقدام ده. دتیرکال په وخت وجخولو هم بغاری وهلی. زما په امارت اعتماد شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب