Homeخبرونهپېښور پوهنتون له څو کلونو راهیسې د فلسفې نوي محصلان نه لري

پېښور پوهنتون له څو کلونو راهیسې د فلسفې نوي محصلان نه لري

تاند: ( شنبه، د حوت ۶ )  د پېښور پوهنتون د فلسفې څانګې مشر ډاکټر شجاع احمد وایي، چې له څو کلونو راهیسې په دغه څانګه کې د لیسانس په کچه نویو محصلانو ورسره ځانونه نه دي ثبت کړي.

د نوموړي په وینا، په دغه څانګه کې له څو کلونو راهیسې یوازې د ماسټرۍ محدود محصلان روزي.

څېړونکي وايي له فلسفې لرې والی په ټولنه کې د زغم نشتوالی او سخت دريځي زياتوي او له دې سره سره د مثبت بحث مباحثې او د ژوند د نورو اړخونو په اړه پېدا کېدونکو سوالونه هم بې ځوابه پاتې کيږي.

په پېښور پوهنتون کې 46 د بېلابېلو زدکړو څانګې دي چې پکې تر ۱۶زرو زيات محصلان زده کړې کوي.

د پېښور پوهنتون د فلسفې څانګه په کال 1962م کې جوړه شوې وه، چې سلګونه تنو ترې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کړي.

 د څېړونکو په وینا، پښتني ټولنه باید له فلسفې سره بلده او د فلسفې زده کړې پکې عامې شي.

په دې برخه کې د لوستو او روښانه خلکو هڅې اړینې ګڼل کیږي، څو لومړی دوی د فلسفې مطالعه او بحثونه وکړي او بیا نور خلک په تدریجي ډول ورسره اشنا کړي.

1 COMMENT

  1. دا ډیره د افسوس خبره ده چې په پښتنه ټولنه کې لا هم فلسفې ته هغه اهمیت چې پکار دی، نه ورکول کیږي.
    فکر کوم زموږ د ټولنې د ودې او ویښتیا لپاره تر نورو ټولنو موږ ډیر فلسفې ته اړتیا لرو تر څو د پیړیو جامدو نظریاتو او روایتونو څخه دورې لیرې کړل شي او مسایل ښه وشربل او وسپړل شي، په ساده ژبه خشره او سره، سره جلا کړل شي.
    همداشان د فلسفې له دودیدا سره موږ د مسایلو ژورتیا ته رسو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...