Homeخبرونهپېښور ولسي پاڅون؛ پښتین: د پښتنو قاتلان به د جرګې محاکمې ته...

پېښور ولسي پاڅون؛ پښتین: د پښتنو قاتلان به د جرګې محاکمې ته را کاږو

تاند:( شنبه، د دلوې پینځلسمه)‏ ‏په پېښور کې زرګونو پښتنو نن د پاکستان د پښتون ضدو سياستونو او په مرموزو پېښو کې د پښتنو د وژلو پر ضد پراخ لاريون وکړ.

په دې لاريون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند استازو او نورو پښتنو ملتپالو فعالانو ګډون کړی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین د دغه لاريون پر مهال وويل:« پاکستان د پښتنو د وژنو د پېښو پر ضد د حقيقت موندنې کمېسيون نه جوړوي، خو موږ د پښتنو عدالتي جرګه جوړوو او هر جنرال ته چې پښتنو مشرانو کومه سزا وټاکله قوم به پسې راوځي او هيچاته د پښتنو وينه او يو څاڅکی اوښکه هم نه معاف کوو. »

په دغه لاريون کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د « لر او بر يو افغان» شعارونه ورکړل، چې د پېښور زرګونو پښتنو ورسره بدرګه کړل.

په دغه لاريون کې د پېښور پوليسو هم ګډون کړی و او له پاکستاني چارواکو څخه يې د دوی د وژنو د زياتو شويو پېښو د ځواب ويلو غوښتنه وکړه.

پاکستاني چارواکو د پښتنو دغو غوښتنو او اعتراضونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...