Homeخبرونهپه جرمني کې طالب ضد لاریون ترسره شو

په جرمني کې طالب ضد لاریون ترسره شو

خبریال: مینه احمد(جمعه، د جدي ۲ مه) سلګونو افغانانو پرون مازدیګر د جرمني د نارد راین ویستفالن ایالت په هیلدن ښار کې د طالبانو د وروستۍ پریکړې پر ضد لاریون توکړ.

لاریونوالو د طالبانو د مشر د هغه فرمان پر ضد شعارونه ورکړل چې پر اساس یې په افغانستان کې د نجونو د پوهنتون زده کړې تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوې دي.

د لاریونوالو مخکښې ظریفه غفاري په خپلو خبرو کې د طالبانو وروستی اقدام نه یوازې د اسلام پر سپیڅلې لمن تور داغ وباله بلکه دا یې د افغانیت او راتلونکو نسلونو د تباهۍ هغه هڅه وبلله چې په کور د ننه او بهر کې تنظیمیږي.

میرمن غفاري د نړۍ له عامو وګړو هم وغوښتل تر څو د خپلو سیاستوالو د هغو پټو معاملو پر وړاندې غږ پورته کړي چې د دوحې په تړون کې یې افغانې ښځې په یوه افراطي مذهبي ډله وپلورلې.

د افغانستان د مختلفو اقوامو ښځینه او نارینه لاریونوالو هم د طالبانو د وروستي فرمان پر ضد شعارونه ورکړل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغان ښځو تر څنګ ودریږي او د حقونو ناقضین یې نړیوالې محاکمې ته کش کړي او دغه راز یې په کور دننه او بهر په میشتو افغانانو هم غږ وکړ چې په ملي یوالي د تروریستي ډلو د دا ډول شرمناکو او غیر اسلامي اقداماتو په وړاندې ملي پاڅون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...