شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهنړيوال خوراکي سازمان: په ليرې افغان سیمو کې مو ۷۲ زره ټنه...

نړيوال خوراکي سازمان: په ليرې افغان سیمو کې مو ۷۲ زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي

تاند:(سې شنبه ،د عقرب څلور ويشتمه)‏‌ ‏د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان په يو شمېر هغو ليرې پرتو سيمو کې چې د ژمي د يخنۍ له امله يې لارې تړل کيږي، د شاوخوا ۷۲ زره ټنه خوراکي توکيو د زېرمه کولو خبر ورکړی.

دغه سازمان په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې تازه ۵۰ ميليونه يورو د افغان ښځو او نارينه وو لپاره د هغو مهارتونو په زده کولو مصرفوي، چې سمدستي ورته ګټه او عاید لرلای شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون بيا ويلي، چې افغانستان سره مرستې به یې د خوړو نړیوال سازمان په شان نا دولتي ادارو په وسيله دوام ولري.

په وروستيو کې د افغانستان لپاره د امريکا د مرستو د څار ادارې سیګار خبر ورکړی، چې افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو باوجود د افغان کورنيو اقتصادي وضعیت لا هم وېرونکی دی.

د دغې امریکايي ادارې د معلوماتو په اساس، تر۲۴ ميليونو پورې افغان کورنيو د اقتصادي ناورين له امله د ډوډۍ د خوړلو وختونه يې کم کړي.

د طالبانو حاکمې ادارې له نړیوالو او افغان شتمنو غوښتي، چې افغان ناورین ځپلو سره مرستې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب