Homeخبرونهافغانستان د م.م د بشري حقونو د شورا غړیتوب له لاسه ورکړ

افغانستان د م.م د بشري حقونو د شورا غړیتوب له لاسه ورکړ

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۰ مه) افغانستان د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا غړیتوب ته بریالی نه شو. تر دې وړاندې افغانستان د دې شورا غړیتوب درلود.

د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ نن (سې شنبه) د بشري حقونو په شورا کې، چې ۴۷ غړي لري، د ۱۴ هیوادونو د شاملولو لپاره رایې واخیستې.

د پنځو سیمه ییزو ډلو له لوري ۱۷ هیوادونه کاندید وو خو اصلي سیالي په دوو ګروپونو یعني د اسیا – پسفیک او لاتینې امریکا او کربین هیوادونو په منځ کې وه.

د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا مرکز د سویس په جینیوا کې دی.

په هغه ګروپ کې چې افغانستان کاندید و، څلور چوکۍ تشې وې او د دغو څلورو چوکیو لپاره د افغانستان ترڅنګ بنګله دېش، قرغیزستان، مالدیپ، جنوبي کوریا او ویتنام کاندید وو.

په نننیو رایو اخیستنو کې افغانستان کافي رایې ترلاسه نه کړای شوې.

د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا پر اساس الجزایر، بنګله دېش، چیلي، بلجیم، کوستاریکا، ګورجستان، قرغیزستان، جرمني، مالدیپ، مراکش، رومانیا، جنوبي افریقا، سوډان او ویتنام غوره شول.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو په برخه کې د ویتنام سابقه خرابه بلل کېده او د بري چانس یې کم ښوول شوی و خو د دې لپاره چې په افغانستان کې په رسمیت پېژندل شوی حکومت نه شته او طالبان هم نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار د حق د نه ورکولو په خاطر له انتقادونو سره مخامخ دي، د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په استازیتوب د چا د غوره کېدو چانس کم شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...