پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ښځو لاریون په ډزو پاشل شوی

کابل کې د ښځو لاریون په ډزو پاشل شوی

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۷مه)‏ په کابل کې يو شمېر ښځينه فعالانو نن د ايران د سفارت مخې ته لاریون وکړ،چې د طالبانو د جنګياليو په ډزو بيرته پاشل شوی.

راپورونه وايي،چې دغه لاريون په ايران کې د بې حجابۍ په تور د وژل شوې مهسا امیني او په ایران کې د دې پېښې پر ضد د پیل شویو اعتراضونو په غبرګون کې پیل شو.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغو معترضو ښځو له ایراني معترضانو سره د يووالي د اعلان تر څنګ وويل،چې له ایران وروسته به په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض لپاره همداسې انقلاب راولي.

ويل شوي،چې طالبانو د دغو معترضانو د خورولو لپاره ډزې کړي.

د دغو ډزو د کیدو د ادعا په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

طالبان مخکې هم په کابل کې د ډزو په وسیله د ښځينه اعتراضونو په خورولو تورن شوي وو، خو د طالبانو مشرانو د رسنيو مخکې له داسې پېښو انکار کړی.

3 COMMENTS

  1. نو په يوه افغان کي دومره غيرت نشته چي دا احمق طا لب په سوندک همداشانته ووهي لکه دی چي دا عاجزه مخلوق وهي. ناموس نو څه ته وايي طالب خو يي نه لري

  2. دا مسئله دوه اړخه لری:
    د طالب وحشت
    د ښځو موجودیت
    زه خپله د ښځی جنس ته د خدای او پیغمبر او فطرت او انسانیت پخاطر سخت درناوی لرم.
    امّا
    دا د مجبوریت څپو پر سر اخیستو ښځو ته( کومی چی د ایران د سفارت مخی ته را غلی او احتجاج ئې کړیدئ ) بد خښم راځی. پوره باور لرم چی د غرب او سعودی یو څو څو ډالره دې احتجاج کوونکو ته ور کول سویدی څو دا مزدورانه ماموریت سر ته ورسوی چی البته اقتصادی او عقیدتی فقر انسان هر څه ته هڅوَوی چی دا مسئله د درک وړ ده.
    زما پوښتنه د غرب د لیبرالیزم او د هغوی د بومی او محلی او سیمه ایزو فکری مزدورانو څخه دا ده:
    ولی د افغانستان د نر او ښځی او نجلۍ او هلک د حقوقو د غصب په هکله غربی میډیا عام وولس د طالب د متحجرانه حاکمیت په وړاندی نه تحریکوی او ملاتړ ئې نه کوی؟
    د

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب