یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه هلمند کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته شوې

په هلمند کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته شوې

تاند(چهارشنبه، د اسد ۲ مه) په هلمند ولایت کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي دي.

ځايي سرچینې ادعا کوي، په وژل شویو کې د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو تحریک یو قوماندان هم شامل دی.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په دې نښته کې، چې د هلمند په ناوه ولسوالي کې شوې، د ټي ټي پي یو مشهور قوماندان ملاعبدالله له خپلو درو جنګیالیو سره وژل شوی دی.

سرچینو همداراز ویلي چې په دې نښته کې دوه افغان طالبان هم وژل شوي خو د طالبانو حکومت یا د پاکستاني طالبانو تحریک په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې د پاکستان استخباراتي اداره هڅه کوي چې افغان او پاکستاني طالبان له یو بل سره ښکېل کړي خو دا اداره خپل هدف ته په رسېدو کې چندان بریالۍ نه ده.

کابو دوې اوونۍ پخوا د ټي ټي پي یو مهم مشر عبدالولي، چې په عمر خالد خراساني مشهور و، له خپلو درو جنګیالیو سره د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالي کې د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

دا پېښه لومړی پاکستان اعلان کړه.

خراساني چې له ټي ټي پي جلا یې د جماعت الحرار په نوم ډله جوړه کړې وه، ملګروملتونو او متحدو ایالاتونو هغه یوه ترویستي ډله نومولې او د ده پر سر واشنګټن درې میلیون ډالره انعام ټاکلی و.

د خراساني تر وژل کېدو یوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب