جمعه, مې 3, 2024
Home+ولې موږ پښتانه یوو؟ | عبدالجمیل ممتاز

ولې موږ پښتانه یوو؟ | عبدالجمیل ممتاز

ځکه چې د نړۍ په کچ تر موږ پورته انسانان نور نشته، تر موږ سوچه مسلمانان، تر موږ هوښیاران، جرار او تر موږ ټینگ، زړور او غیرتیان نور نشته.

موږ له طبیعته راټوکېدلي او تر اوسه لا د طبیعي ژوند مالکان یوو، په خټینو کورونو کې اوسیږو او په کچه لارو ورته ځو او راځو، د زمکې اړولو لپاره لا هم له ابتدایي وسایلو استفاده کوو، پر زمکه کښېنو او ورباندې څملو او کت مټ لکه د خاورو او کاڼو خاصیت پالو؛ نگه غیرت او نگه زور کاروو، نگه ضد او نگه جنگ کوو؛ همدا زموږ د ژوند اساسات دي او له ډېر پخوا راهیسې مو خپل اساست ژوندي او تازه ساتلي دي، له همدې امله خو په مازې خبره له خپلو او پردیو سره نښتي یوو او په هیڅ کار کې مو نه د چا پروا ساتلې او نه یې ساتو.  نو خو اخر ولې موږ پښتانه یوو؟ ځکه چې د نر یوه خبره وي او نر خامخا پر یوه خبره دریږي. موږ نه د شرایطو د بدلون پروا لرو او نه د انساني غوښتنو او ضرورتونو د شدت؛ موږ یو مغرور او ستانه ملت یوو چې څنگه مو پلرونه او نیکونه پایېدلي، همغسې باید موږ هم وپایوو.

 سړی د نړۍ دا نورو احمقو او کمعقله خلکو ته حیران پاتې شي چې تر پښتنو هم هډور او هم شتمن دي، خو د دوی خدای وهلیو نه کبر زده دی او نه تربگېنت؛ د دوی پر عقل او فکر دې لعنت وي چې هېڅ ایمان نلري، خو نه ټکی دروغ وایي او نه د خس په اندازه غلا کوي، حتا د دوی په تمه او توقع دې خره وخاندي چې بنیادم تر ابده ژوندی نه پاتې کیږي، خو په دې فاني دنیا کې یې داسې اسمانڅکې ودانۍ درولي او داسې رنگارنگ سهولتونه یې رامنځته کړي چې عادي فکر ورته هک پک پاتې شي. موږ ته د نورو قومونو او ملتونو دود او کلتور ښه نه ښکاریږي، د هغوی جامې سپکې گڼو، د هغوی ژوند له بې ننگۍ او شرمونو ډک بولو او د هغوی فردي او اجتماعي ناسته پاسته، چلن او نزاکتونه د داسې ناسمو اخلاقو په توگه پېژنو چې حتا د خپلو اخلاقو په چوکاټ کې یې د مازې لږ وخت لپاره د ځایولو جرأت ته هم د لویې بې ننگۍ عنوان ورکوو. 

نو خو اخر ولې موږ پښتانه یوو؟ ځکه چې دود او کلتور مو راته بې جوړې بریښي، جامې مو تر ټولو اسلامي او سمې ښکاریږي، ژوند او نورې اړوندې چارې خو مو څه کوې چې له سره یې ساری نه وینو او نه دې ته حاضر یوو چې د نورو په هغو یې ورکړو. نور دومره بې ایمانه او بې غیرته خلک دي چې د زامنو تعلیم او تحصیل خو یې فریضه گڼلې چې گڼلې، ان د لور او خور د تعلیم او تحصیل په قضا کېدو سره هم ځانونه پړه او گنهکار بولي، عجیبه نادان خلک دي په خدای! نه د چا عیب پاشي او نه د چا په ذلیلولو او کمولو وخت ضایع کوي، فقط دوی دي او خپل خپل کارونه چې له پرمختگ او سوکالۍ پرته بل هیڅ نلري.

نو پوهېږئ خو چې موږ ولې پښتانه یوو؟ ځکه چې تر اوسه لا بې علمي د دیندارۍ نښانه بولو، د دې لپاره چې د ننگ او ناموس پیغور څوک رانکړي، په خپله لور او خور تعلیم نه کوو او د دې لپاره چې په خلکو کې کم رانشو، د پردیو پر وړاندې د خپلو ښځینوو نومونه نه اخلو. لور پر خپل زوم په دومره لوړ نرخ خرڅوو چې خوارکی تر څلورو – پنځو کالو پورې له پورونو نشي وتلی او خپله لور یا خور مو په لوی لاس د احتیاج او بیوزلۍ کندې ته ورغورځوو.  همدا خو زموږ توره او برتري ده چې کله مو بیا همدا لور یا خور ناروغه شي، بیا نو په ښځینه ډاکټرې پسې گرځو چې خدای مکړه د نارینه ډاکټر لاس پرې ونه لگیږي. 

نور خلک کله د ژوند په کیف پوهیږي! دوی نه په خپلو کې بخیلي کوي، نه یو د بل په مال غرض لري، نه یو له بل سره حق ناحقه لاس او گریوان کیږي، نه پر یو بل ټاپې او تهمتونه لگوي او نه یو بل وژني. دا نه خوږ او نه تریخ ژوند نو د کومې ورځې دوا دی چې دوی پرې نازیږي؟ باید لکه د پښتنو غوندې یې د ورور او تربور پر وړاندې جگې برجورې کلاگانې جوړې کړې وای، باید لارې یې تنگې او کورونه یې لوی لوی جوړ کړي وای او د دې لپاره چې د تربگېنت په سیالۍ کې پاتې رانشي، باید یو د بل پر وړاندې چټي په چټي کاږه گرځېدلای.
نو د همدې لپاره خو موږ پښتانه یوو؟ ځکه چې مسلماني مو له نورو ښه ده، روایاتو او عنعناتو ته پوره پابند یوو او د بشر زیاتره زړې نښانې راکې موندل کیږي، موږ حتا ددې لپاره چې گنهکار نشو، د ډوډۍ خوړلو لپاره خولۍ/لنگۍ پر سر کوو، خو هغوی خدای ناترسه یوه مړۍ خواړه هم بې کاشوغې او پنجې نه خوري، موږ اوس هم سپوږمۍ ته ختل ناممکن او کفر گڼو، خو هغوی بې دینه لگیا دي په سپوږمۍ او مریخ کې د ژوند لپاره د امکاناتو په لټه کې دي. 

نو سر مو خلاص شو چې ولې موږ پښتانه یوو؟ ځکه چې د انسان له خاصیت سره سرتمبګي ښايي او موږ ښه په خوند سرتمبه او سرزوري خلک یوو، اما دا نور چې دي، هم نرم او هم پر بدلون باوري خلک دي چې څنګه د دنیا او جغرافیې شرایط بدلیږي، دوی سمدلاسه ځانونه ورسره عیار کړي وي. نو اوس وگورئ څوک خپل اصلیت ته ژمن دي، څوک ښه او څوک بد دي؟ د چا عادات سم او د چا ناسم دي؟ څوک د ځان او نورو په ګټه او څوک یې په کمه دي؟ ښکاره خبره ده چې موږ هم خپل اصلیت ته ژمن یوو، هم ښه خلک یوو، هم مو عادتونه سم دي او هم د ځان او هم د نورو په ګټه تمام شوي یوو او بې له شکه چې دا دنیا یوازې پر موږ ودانه ده او که موږ نه یوو، نو هم ورانه او هم ارزانه ده.

1 COMMENT

  1. ښکلی طنزی لیکنه ده. رښتیا هم، داسی ښکاری چي ۹۰ یا حتا ۹۵ سلنه پښتانه په همدی فکری چوکاټ کی ژوند کوي.
    ماته اوس یو په زړه پوری مثال را په یادیږی. زمونږ نږدی خپلوان چی پلار یی زمونږ د کلی او مور یی هزاره ګۍ ده. دوی تل په خپلو کی په دری خبری کوی او ځان تل پرمختللی او فیشنی ښیي. خو چی کله د نجونو د تحصیل خبره شی، بیا په ګوډه او ماته پښتو وایی چی مونږ پښتانه یو، نجونی باید تعلیم او تحصیل ونکړی. زه په داسی منطق نه پوهیږم…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب