Homeخبرونهرياست الوزرا: د ترکمنستان زرګونه ټنه مايع ګاز حیرتان ته رسیدلي، ګاز...

رياست الوزرا: د ترکمنستان زرګونه ټنه مايع ګاز حیرتان ته رسیدلي، ګاز ارزانيږي

تاند( يکشنبه ، د اسد دويمه ) ‏د طالبانو د رياست الوزرا مطبوعاتي دفتر وايي، چې له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د مایع ګاز د وارداتو په برخه کې پرمختګ شوی او ژر به عملي پایلې ولري.

د دغې ادارې د اعلاميې له مخې ، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عالي مقام ارشد مشاوریت، د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت په ګډه ناسته کې له ترکمنستان څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو په اړه له دغه هېواده د مایع ګاز د واردوونکو شرکتونو ژمنې له هر اړخیزو بحثونو وروسته تايید شوې ده.

سرچينه زياتوي:«له ترکمنستان سره د لسګونه زره ټنه مايع ګاز د شوي قرارداد پر اساس به د مایع ګاز واردوونکي شرکتونه ډېر ژر زرګونه ټنه ګاز چې اوسمهال د افغانستان بندرونو ته رارسېدلى دى؛ له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته وارد کړي، چې د دې کچې ګاز په واردېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګاز بیې د پام وړ راټيټې شي.»

د طالبانو په دې اعلاميه کې راغلي، چې ډېر ژر به لسګونه زره ټنه نور مايع ګاز هم د هېواد بندرونو ته را ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهيسې د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګازو بيې لوړې شوي او خلکو شکایت ورڅخه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...