یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پلاوي سره د ط- انو د مذاکراتو جزییات په ډاګه شول

پاکستاني پلاوي سره د ط- انو د مذاکراتو جزییات په ډاګه شول

تاند( سې شنبه ، د سرطان ۲۸ ) د طالبانو لوړ پوړي چارواکي وایي چې له پاکستاني پلاوي سره په نننۍ کتنه کې يې ځینې پرېکړې شوي دي:

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ، په دې مذاکراتو کې پریکړه وشوه چې د ډبرو سکرو قیمت به په خپل حال وي او صادراتو/وارداتو کې به ورته اسانتیاوې برابرېږي.

ويل شوي ، چې له دې وروسته به افغان لارۍ پېښور، کویټه کې نه تخلیه کېږي؛ بلکې له افغانستان بار لارۍ به د پاکستان ټولو نقطو ته ازاد تګ راتګ کوي.

د مجاهد په وينا، د مذاکراتو پر مهال پریکړه وشوه، چې پاکستاني لارۍ به هم ورته اسانتیاوې ولري. افغانستان دهند د واګه بندر له لارې په آزاد ډول صادرات کولای شي.

د طالبانو وياند دا هم ويلي، چې د تورخم او بولدک به اوونۍ کې ۲۴ او غلام خان، ډنډ پټان اوخرلاچي به هره ورځ ۱۲ ساعته په اوونۍ کې پرانیستي وي.

په مذاکراتو کې دا پریکړه هم شوې ده ، چې پاکستان مکلف دی ټولې غیر قانونوي اخاذي او ځورونکي چیک پواینټونو کې د ځنډ مخنیوي لپاره وسایل او مامورین زیات کړي، افغانستان به هم ورته چاره ترسره کوي.

د طالبانو وياند دا هم وویل ، چې د ویزو تسهیل لپاره به د دوی او پاکستان حکومت ګډه کمیټه جوړوي او ځانګړي میکانیزم له لارې به شخصي سکتور پر ځای دولتي ادارې خلکو ته ویزې ویشي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. every day pakistani rupee losing price,
    today one dollars is 222 rupee and going more down/if price is fixed afghans lose money.

    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب